بریتانیا له اروپايي ټولنې سره په کوچنیو کښتیو کې د غیر قانوني کډوالو مخنیوي لپاره نوې هوکړه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانیا له اروپايي ټولنې سره یوه نوې هوکړه کړې، چې له مخې به یې له انګلش سمندري تنګي په کوچنیو کښتیو کې د ناقانونه کډوالو تېرېدو مخنیوي لپاره همکاري زیاته شي.
د اروپايي ټولنې سرحدي ادارې فرنټیکس او بریتانیا تر منځ دې هوکړه کې د معلوماتو او مهارتونو شریکول شامل دي. ځايي چارواکي وايي، د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوي لړ کې د اقدام تر ټولو وروستی هغه دی.
د یادونې ده، چې پروسږ کال د انګلش چېنل له سمندري لارې ۳۰ زره کسان بریتانیا ته رسېدلي، چې د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله یو-درېیمه برخه لږوالی ښيي. خو دې سره هم دا په ټول کې دویم تر ټولو ډېر شمېر بلل کېږي.
په تازه هوکړه کې له هېواده بهر د بریتانوي او اروپايي پوله ساتونکو لپاره د نویو بریالیو تکتیکونو زدکړه، د نوې تکنالوژۍ شریکول او دواړو لوریو ته د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي لپاره د مسوولو کسانو ګومارنه کې همکاري شامله ده.
په هوکړه کې ویل شوي، چې دواړه لوري بریتانیا او اروپايي ټولنه به په دې لړ کې شوي لګښتونه پر خپله غاړه اخلي، خو دغه راز وايي، بریتانیا به د یو شمېر ځانګړو فعالیتونو لګښت ورکوي، چې د جزیاتو په هکله به یې ځانګړې هوکړه کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media
بریتانوي لومړي وزیر ریشي سوناک تېر کال د ''کوچنیو کښتیو درول'' له خپلو مهمو لومړیتوبونو یو بللی و.
د تازه معلوماتو له مخې تر اوسه له دغې لارې ۱۷۱۶ کسان بریتانیا ته رسېدلي، چې د پروسږ کال همدې مودې ۲۷۲۰ کسانو پرتله لږ شمېر دی.
تازه هوکړه د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک او اروپايي کمېسیون مشرې یورسولا وندیر لین تر منځ د تېرې مې میاشتې له هوکړې وروسته شوې، چې له سمندري پولو د غیر قانوني کډوالو تېرېدو مخنیوي په پار یې کړې وه.
په تېره مارچ میاشت کې بریتانیا له فرانسې سره هم یوه هوکړه وکړه، چې په دې هېواد کې د دریو کلونو مودې لپاره د نوي توقیف ځای جوړولو او د امنیت ټینګښت په پار د نویو کسانو ګومارنې په لړ کې د ۵۰۰ میلیونه پاونډه لګښت ورکړه هم پکې شامله ده.

























