پنځه فرانسوي پولیس سرتېري د کډوالو کښتۍ ډوبېدو قضیه کې رسماً تورن شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسه کې پنځه پولیسان د ۲۷ کډوالو مړینې په قضیه کې چې بریتانیا ته پر لار ډوب شول، رسماً تورن شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال نومبر پر ۲۴ مه له انګلش چېنل سمندري لارې د کډوالو کښتۍ د تېرېدو پر مهاله ډوبه شوې وه، چې اوس د هماغې پېښې په تړاو دا کسان تورن شوي دي.
د فرانسې عدلیې یوې سرچینې په خبره دا کسان د ماتې کښتۍ له سپرلیو سره په مرسته کې پاتې راغلي وو.
د فرانسوي رسنیو په رپوټ کې راغلي د کښۍ لخوا دوی ته د مرستې لپاره پنځلس ځله زنګونه وهل شوي وو، چې دوی بې ځوابه پرې ایښې وو. د کډوالو کښتۍ ډوبېدو هغه پېښه خورا ناوړه بلل کېږي.
په کښتۍ کې ناست ډېری کډوال عراقیان او کردان وو، چې عمرونه یې د اووه او ۴۶ کلونو تر منځ وو. یوتوپیا۵۶ نومي سازمان چې د کډوالو استازیتوب کوي، د پولیسو رسماً تورن کېدلو هرکلی کړی دی.
د کډوالو هغه کوچنۍ کښتۍ د فرانسې له ساحله وتلو لږ وروسته ډوبه شوه، چې له دوو کسانو پرته ټولې سپرلۍ یې مړه شوي وو.
د لوموند ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د کښتۍ سپرلیو لومړی ځل د فرانسې چېنل مرستندویه ادارې سره په یوه بجه او ۴۸ دقیقو اړیکه نیولې وه او ورته ویلي و، چې کښتۍ یې هوا نه اخلي او ماشین یې له کاره لوېدلی دی.
د رپوټ له مخې دې سپرلیو د وټس اپ له لارې د خپل موقعیت معلومات هم ۱۵ دقیقې وروسته ورکړي و، خو چارواکي د ځواب په ورکولو کې پاتې راغلي وو.
خو ۱۰ ساعته وروسته چې کب نیونکو د خبرداري سائرن وغږاوه، ۱۰ ساعته وروسته مرستندویان بالاخره ورغلل.
هغه مهال د کډوالۍ په تړاو د ملګرو ملتونو ادارې (ای او ایم) له ۲۰۱۴ کال وروسته چې معلومات ثبتېږي، دا د چېنل لارې اوږدو کې د سر تر ټولو دروند زیان بللی و.
د ۲۰۲۲ کال نومبر کې د لندن یوه محکمه کې حریم احمد ابوبکر نومی سړی له دې تور سره وړاندې شو، چې د وژل شویو کډوالو کورنیو ته یې د پټه خوله پاتې کېدو لپاره پیسې ورکړې.
فرانسوي پولیسو بیا تېر کال جون میاشت کې د دې پېښې په تړاو ۱۵ کسان ونیول چې ډېری یې افغانان وو. د پولیسو په وینا دا کسان د قاچاقبرو یوې کړۍ غړي وو، چې له دې پېښې سره یې تړاو درلود.























