اقلیمي بدلون؛ کاناډا کې سږ کال موسمي اور لګېدنې ریکارډ مات کړ

د عکس سرچینه، Reuters
سږ کال کاناډا کې موسمي اورونو په ټول هېواد کې شاوخوا ۸،۵ میلیونه هکتاره ځمکه سوځولې ده، چې په تېره یوه لسیزه کې د ورته اور زیانونو پرتله ۲۱ برابره زیات ښودل شوي.
اوس مهال کاناډا کې ۴۸۳ موسمي اورونه لګېدلي چې ۲۵۰ یې "له کنټرول بهر" ګنل کېږي.
له دې اوره تولید شوی کاربني توکو اندازه هم بې ساري ده او رپوټونه شته چې د دې اور لوګی تر اروپا هم رسېدلی.
کاناډا کې د موسمي اورونو پخوانی ریکارډ په ۱۹۸۹ کال جوړ شوی و چې په ترڅ کې یې د ۱۱ زره ځایه د اور ګلېدنې خبر ورکړل شوی و.
که څه هم د ۱۹۸۹ پرتله د سږ کال د اور لګېدنې اندازه کمه ده خو د تېرې یوې لسیزې پرتله ډېره یاده شوې.
د کاناډا فدرالي حکومت چارواکي واييد اور لګېدنې کچه بې سارې ده.
د هوا خراب کیفیت په ټورنټو او اوتاوا کې د "عامو خلکو د روغتیا لپاره خطرناک" اعلان شوی او د امریکا او کاناډا پر ګډه پوله هم د دې خطر خبر ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
په کیوبک د اور وژنې برخه چې نږدې ۱۱۵ اورونو سره مبارزه کويویلي چې د اور وژنې ځینې چورلکې چې اور وژنونکې بمونه لېږدوي روانه اوونۍ کې د اور د لوګي له امله د الوتنې توان نه لري.
د کوپرنیک په نامه د اروپايي ټولنېد هوا پېژندنې مرکز د جمعې پر ورځ ویلي چې په کاناډا کې د اورلګېدنې له امله راپورته شوي لوګي د اتلانتیک له سمندره آیرلنډ، فرانسې او هسپانیې ته رسېدلي دي.
دغه مرکز دا هم ویلی چې د دغو اورونو له امله ۱۶۰ ټنه د کاربن ککړوونکي توکي تولید شوي چې دا اندازهد ۲۰۱۴ کال راهیسې بې ساري ده.
چارواکي وايي، سږ کال کاناډا کې د ځنګلونو د اورونو اندازه بې سارې ده او اور لګېدنه سږ کال مخکې پیل شوې.
کارپوهانو یې لامل د سږ کال وچه او ګرمه هوا یاده کړې.
تمه کېږي چې دا وضعیت به د اوړي په اوږدو کې دوام ولر.
د کاناډا د شمالي ځنګلونو د مرکز مشر مایکل نورتن وايي، د اقلیم بدلون موسمي اورونه نور هم پراخ او دوامداره کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
دې هېواد کې موسمي اورونو تر دې دمه ۱۲۰ زره کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
له دغو اورونو ځینې یې د ملکیتونو او استوګنې کورنو د ویجاړېدو لامل هم شوي دي.
نوا اسکوشیا ته څېرمه هالسفکس کې له ۲۰۰ ډېرې ودانۍ ستوځېدلي.
لویدیځه کاناډا کې اورونه په می میاشت کې پیل شوي او لا هم دوام لري.
کاناډا اور وژنکو سره د مرستې لپاره خپل پوځ هم ور استولی.
د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ، فرانسکې، مکسیکو، هسپانیا، چیلي او سویلي افریقا په ګډون د نورو هېوادونو نږدې ۱۵۰۰ اور وژونکي د مرستې لپاره کاناډا ته تللي دي.
تېره اوونۍ کاناډا او امریکا د اور وژنې برخه کې د همکارۍ د اسانیتا په موخه هوکړه لاسلیک کړه.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو موسمي اورلګېدنه سخته او اغېزناکه یاده کړې.
























