د کاناډا توپان: وزير وايي "په دې کې شک نشته چې دا د اقلیمي بدلون سره تړاو لري"

کاناډا

د عکس سرچینه، BC Ministry of Transportation and Infrastructure

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د کاناډا يوه وزير ويلي چې په بريتانوۍ کولمبيا کې وژونکی توپان د اقليم له بدلون سره اړيکه لري.

په کاناډا کې دې سمندري توپان چې چارواکو د پېړۍ یوه ستره موسمي پېښه بللې، د ونکوور سیمه سخته ځپل شوې ده. له توپان وروسته د سخت سېلاب له کبله د دې ساحلي ښار دوې لویې لارې تړل شوې دي.

د عامه خونديتوب وزير مايک فارنوت ويلي خبريالانو ته ويلي چې بې له شکه دا د اقليم پورې اړونده پېښې دي.

د ټرانس کاناډا په نامه لویې لارې ډېرې برخې چې ونکوور د هېواد له نورو برخو سره نښلوي، تر سېلابي اوبو لاندې شوې دي.

د ونکوور بندر ته چې د کاناډا تر ټولو لوی بندر دی، د سېلاب او ځمکښوېدنې له کبله د ریل ګاډو تګ راتګ لغوه شوی، چې له کبله یې د خوړو، نفتو او نورو اکمالاتو رسولو چاره په ټپه درېدلې ده.

د دوشنبې ورځې دې سخت توپان له کبله زرګونه خلک له خپلو مېشت ځایونو ایستل شوي دي.

د یوې لویې لارې اوږدو کې د ځمکښوېدنې له کبله یوه ښځه مړه شوې او د مرستندویانو په وینا لږ تر لږه دوه کسان بې درکه دي.

د ټرانسپورټ ایالتي وزیر روب فلیمینګ دا "د پېړۍ تر ټولو ناوړه توپان" بللی او د ولسي خوندیتوب وزیر مایک فارنورت وايي، دې "هیڅ شک" نه لري چې دا توپان د اقلیمي بدلون له کبله راغلی دی.

د دوشنبې ورځې باران او بادونه د سې شنبې پر ماسپښین پای ته ورسېدل، خو رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کسان لا هم په خپلو مېنو کې ایسار پاتې دي، چې مرستندویان ورته په چورلکو کې د مرستو رسولو هڅې کوي.

د دوشنبې پر ورځ د میریټ سیمې ټولو ۷۰۰۰ اوسېدونکو له کورونو د تېښتې ویل شوي او پر سې شنبه دغه سیمه کې ګڼ شمېر ګاډي لیدل شوي، چې سېلابي اوبو د کنګل له ټوټو سره یو ځای پر سر اخیستي وو.

غرني ښارګوټي اګاسیز ته هم د دې لپاره چورلکې استول شوې، چې هلته د ۳۰۰ ایسارو کسانو په راایستلو کې مرسته وکړي.

د توپانونو د زور کچې په تړاو د اقلیمي بدلون اغېز په هکله تر اوسه ډېر معلومات نه شته، خو ماهرین وايي، د سمندر سطحې لوړېدل د دې پر سر په هوا کې تودوخه ډېروي چې له کبله یې په هوا کې فشار ډېرېږي او سمندري توپانونه ورسره رامنځته کېږي.