امریکا کې ۱۱۳ میلیونه کسان له 'خطرناکې' تودې څپې سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو سویل لوېدیزو ایالتونو کې روانه اوونۍ د "خطرناکې" تودې څپې اټکل د دې لامل شوی چې د دغه هېواد د هوا پېژندنې خدماتو ملي اداره 'اېن‌ډبلیو‌اېس" خلکو ته له تودوخې د ځان ساتلو جدي‌ سپارښتنه وکړي‌.‌

دې ادارې د شنبې پر ورځ ویلي "د تودوخې اغېزې بابیزه مه ګڼئ."

اټکل دا دی چې له فلورېډا رانیولې تر کلیفورنیا او بیا واشنګټنه ۱۱۳ میلیونه کسان چې د متحدو یالتونو د ټولو وګړو یو دریمه برخه جوړوي، له دې تودې څپې سره مخ دي.

د اریزونا په مرکز فېنیکس کې د شنبې پر ورځ هم د سانتیګراد په کچه د ۴۳ درجو تودوخې وړاندوینه شوې.

دا شپاړسمه پرله پسې ورځ ده چې دغلته هوا دومره توده وي.

د کلیفورنیا په ډېټ‌وېلي یا 'د مرګ دره' کې چې د نړۍ له ډېرو تودو سیمو ده، د سانتیګراد ۵۳ درجو ته هوا رسېدو اټکل شوی دی.

د متحدو ایالتونو په ګاونډۍ کاناډا کې هم سږ کال هوا توده ده.

دغلته چارواکو ویلي چې تر منځنۍ کچې د ډېرې تودوخې له کبله ځنګلي اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۱۰ میلیون هتکاره ځمکه سوځولې ده.‌

د دغه اور لوګي د متحدو ایالتونو ځینې سیمې هم پوښلې.

'اېن‌ډبلیو‌اېس' د ټویټ یوه پیغام کې ویلي "یوه ډېره توده او خورا خطرناکه څپه به د دې اونۍ پای کې د متحدو ایالتونو لوېدیځ او ورسره ځینې سویلي برخې راونغاړي. تودوخه له ډېرو کلونو د هوا اړوند مړینو اصلي لامل دی."

د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو پر بنسټ دغه هېواد کې هر کال شاوخوا ۷۰۰ کسان د تودې هوا اړوند لاملونو له کبله مړه کېږي.

اټکل دا دی چې دا توده څپه به تر راتلونکې اونۍ دوام ومومي.

د عکس سرچینه، Reuters

تېره اوونۍ په نړۍ کې د تودوخې منځنۍ کچه د سانتیګراد ۱۷ اعشاریه ۲۳ درجې ثبت شوه.

تر دې وړاندې هېڅکله د کال په دغه فصل کې هوا دومره نه وه توده شوې.

ساینسپوهان د اقلیم بدلون د هوا تودېدو اصلي لامل ګڼي.

پر دې سربېره د هوا اړوند 'اېل‌نینو' ښکارندې هم چې له هرو ۳ تر ۷ کلونو یو ځل پېښېږي، هوا توده کړې ده.

د یادونې ده چې په ټوله کې د نړۍ هوا له صنعتي کېدو راهیسې ۱ اعشاریه ۱ درجه توده شوې ده.

ساینسپوهان وايي که دولتونه د شینکوړیزو یا ګلخان‌يي ګازونو مخنیوي لپاره چټک ګامونه وانخلي، هوا به نوره هم توده شي.