د "۱۰۷مېندې" فلم؛ د زنداني ښځو، ماشومانو او د اوکراینیانو د مینې کیسې

.

د عکس سرچینه، La Biennale Di Venezia

زندان کې د اوکراییني مېندو او ورسره د ماشومانو کیسې د هغه فلم عجیبه داستان دی، چې د پیتر کرکس په نامه یوه کس د "۱۰۷ مېندې" په نامه فلم کې رایت کړي دي.

دا هغه ښځې دي، چې د اودیسې په زندان کې زنداني دي او دوی سره یې له درې کلنۍ کم عمره ماشومان هم دي چې درې کلنۍ ته له رسېدو وروسته به ترې خدای پاماني کوي او ترې بیول کېږی به.

پیتر کرکس چې په پخوانۍ چکسلواکیا کې زېږېدلی، دې فلم کې د واقعې او تخیلي پېښو یو عجیبه امتزاج کړی، چې په بېلابېلو فستیوالونو کې ستایل شوی دی.

ښاغلي‌کرکس د دې فلم په اړه بي‌ بي سي ته ویلي:"لومړې راته په زړه پورې وه چې د ښځو د زندان په اړه یو مستند فلم جوړ کړم، د هغو کسانو په اړه چې هلته د سانسوروونکو په توګه کار کوي. هغوی په خپلو لاسونو سانسور کوي د ښځو شخصي لیکونه لولي او هغه سانسوروي. دې برخه کې مې ایرینا وموندله ۷۴ شمېرې زنداني، ډېر په زړه پوری شخصیت یې و، پرېکړه مې وکړه چې په خبرې ورسره وکړم."

نوموړی زیاتوي:"خو ایرینا مونږ ته داسې یو زندان را وپېژاند، چې په هغه کې ښځې یوازې تر درې کلنۍ پورې خپل ماشومان ځان سره ساتلی شي. کله چې یې ماشومان درې کلن کېدل یا یې ترې بیول او د کورنۍ نورو غړو ته یې سپارل او یا یتیم خانې ته بیول کېدل. دې خبرې زمونږ پام راواړاوه او فکر مو وکړ، چې باید مستند فلم ترې جوړ کړو. کله مو چې پیل وکړ نو د واقعې کیسو تر څنګ ځینو احساساتو ته هم اړتیا وه، فکر مو وکړ باید یوازې مستند فلم ترې جوړ نه کړو دا هغه شېبه وه چې پرېکړه مو وکړه چې باید یو داستانی فلم جوړ کړو."

کرکس د فلم د نوم په اړه وايي:" پیل کې د فلم نوم بل څه و خو وروسته مو ولیدل چې فلم د مېندو په اړه دی. مونږ د دې فلم د جوړولو لپاره چې پنځه کاله څېړنې ته اړتیا وه په زندان کې ۱۰۷ مېندو سره خبرې وکړې، له هرې یوې مو یو څه واورېدل او دا کلمې، دیالوګونه او کیسې مو په بېلابېلو صحنو کې وکارولې. بیا مې فکر وکړ چې له دې بل ښه نوم به نه وي، "۱۰۷ مېندې"

اوکرایین

د عکس سرچینه، LA BIENNALE DI VENEZIA

فلم جوړوونکي دغه فلم کې دوه ښځې د یو بل پر وړاندې راوستي چې یوه یې زنداني او بله یې

د زندان ساتونکی وه. "زما لپاره په زړه پورې وه چې دا دواړه کرکټرونه د یو بل پر وړاندې راولم. د دې رول لوبوونکې رښتیا هم د زندان ساتونکی وه. زما لپاره په زړه پورې دا وه چې د هغې کار د نورو ښځو د مینې له کیسو سره و ځکه چې د هغوی د مینې لیکونه به یې لوستل. پر وړاندې مو یې داسې یو کرکټر کېښود چې د سلو هغو ښځو د ژوند لنډیز بیانوي‌ چې مونږ ورسره په زندان کې مرکې کړي."

په دې فلم کې د کرکټرونو د ژوند واقعیتونه او د زندانیانو کیسې بیان شوي، چې په بېلابېلو جرمونو زنداني شوي او د لیدونکي زړه ته لار کوي.

سره له دې چې په دې فلم کې د کرکټرونو حقیقي کیسې راخیستل شوي خو له تخیل هم خالي‌ نه دی.

ښاغلی کرکس وايي:"هغه څه چې زما لپاره خورا مهم وو د زندانیانو اصلي کیسې وې، له همدې امله د فلم جوړولو په لومړیو دریو ورځو کې مونږ یوازې د مرکه کوونکو سره وغږېدو او د دوی خبرې مو ثبت کړې.ما هڅه کوله چې فلم کې تر تخیل واقعیت ډېر وي"

په دغه فلم کې هم ترخې، هم په زړه پورې او هم داسې صحنې شته چې ښايي له سترګو مو اوښکې وڅڅوي.

هغه شیبه چې کله پالونکې ښځې د زنداني ښځو ماشومان ورته راولي، زنداني ښځې خپل ماشومان چې ژاړي غېږ کې اخلي او شیدې ورکوي.

زنداني‌ ښځو سره د مرکې پر مهال یوه کمره دې ته ځانګړې شوې وه چې هېڅ و نه ښورول شي او پر خپل ځای پرته وي.

"هڅه مې کوله د دې کمرې په مرسته د هرې زنداني ښځې ازاد حرکات ثبت شي، چې څه کوي د هغوی د سترګو پر حرکاتو، چوپیتیا او په هغه انداز تمرکز وکړي چې دوی یو بل ته ګوري. زه د اینګمار برګمان له سیما ډېر متاثره یم."