کرملین وايي اوکرایین د ولسمشر پوتین د وژلو هڅه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
روسي چارواکي وايي تېره شپه یې مسکو کې د کرملین ماڼۍ پر سر دوه بې پیلوټه الوتکې ویشتلي او اوکرایین یې تورن کړی چې ګواکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وژلو هڅه یې کړې ده.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې تر یوې کوچنۍ چاودنې وړاندې یوه وسیله د کرملین ماڼۍ پر سر الوت کوي.
دغه تصویرونه رسما لا تایید شوي نه دي.
کیېف د ډورن له دغه برید سره تړاو رد کړی.
روسیه وايي دا بې پیلوټه الوتکې یې د برېښنايي رادار سیستم په وسیله شنډې کړې دي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی پوتین د دې پېښې پر مهال کرملین کې نه و.
د روسیې ولسمشرۍ دفتر یوه اعلامیه کې ویلي "د کیېف رژیم تېره شپه هڅه وکړه چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله کرملین کې د روسیې فېدراتیف د ولسمشر پر استوګنځي برید وکړي."
په اعلامیه کې دا "یو پلان شوی ترهګریز عمل او د ولسمشر د وژلو هڅه" بلل شوې ده.
کرملین دا هم ویلي چې روسیې حق لري هر ځای او هر کله چې یې اړینه وویني، ځوابي ګام پوره کړي.
د روسیې ولسمشر د شخصي خوندیتاتبه پیاوړي تدابیر لري.
د بي بي سي د روسیې څانګي اېډیټور سټېف روزېنبرګ وايي، دا د حیرانتیا خبره ده چې فکر وشي ډرونونه دې کرملین ته ورنږدې شوي وي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلي پوتین د معمول په څېر خپل کار ته دوام ورکوي.
د چارشنبې سهار وختې له روسیې پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د مسکو د مرکز په فضا کې لوګي ښکارېدل.
کرملین ويلي د دغو بې پیلوټه الوتکو پاتې شوني د دې ماڼۍ احاطه کې غورځېدلي، خو چا ته مرګژوبله پکې نه ده اوښتې او ودانۍ هم نه دې زیانمنې شوې.
دا پېښه روسیه کې د 'می د نهمې' یا د بریا ورځې د مراسمو او پوځي پریټ په درشل کې شوې، چې تمه کېده بهرني چارواکي او استازي هم پکې برخه واخلي.
روسي خبري اژانسونو د حکومت په حواله ویلي، چې دغه مراسم به له پلان سره سم ترسره شي.
د مسکو ښاروال د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له اجازې پرته د دغه ښار پر فضا د ډرون الوتکو پر الوت بندیز لګېدلی.
سرګیې سوبیانین ویلي، چې د ډرون الوځولو لپاره د حکومت ځانګړې اجازې ته اړتیا ده.
روسیه کې بېلابېلو ښارونو ویلي و چې سږ کال به د بریا ورځې مراسم کوچني وي.
روسي چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د امنیتي دلایلو او د اوکرایین پلوه ځواکونو د بریدونه له کبله شوې.
په دې وروستیو اونیو کې روسیې کې د چاودنو او اورلګېدو پېښې ډېرې شوې.

























