ایران انټرنېشنل تلوېزیون وايي، د 'رژیم' له ګواښونو وروسته بریتانیا کې خپل فعالیت دروي‌

Logo of the UK-based Persian-language TV channel Iran International

د عکس سرچینه، Iran International

خپلواکې تلوېزیوني شبکې (ایران انټرنېشنل) په لندن کې مېشتو خپلو خبریالانو ته د ګواښونو له کبله په بریتانیا کې خپل فعالیتونه ځنډوي.

دغې فارسي ژبې شبکې ویلي، دا پرېکړه "د ایران د دولت له لوري له ملاتړ برخمنو ګواښونو د سختېدو له کبله" نیول شوې ده.‌

د یادې شبکې په ویناپاڼه کې راغلي: "ګواښونه دومره ډېر وو چې انګېرل کېده د دغه تلوېزیون د کارمنانو ساتنه نوره ممکنه نه وه".‌

دغه تلوېزیون به په واشنګټن ډي سي کې له خپلو دفترونو خپل کار ته دوام ورکړي.

په تېره نومبر میاشت کې، ‌پولیسو ددغه تلوېزیون دوو ایراني -بریتانیايي خبریالانو ته د هغوی ژوند ته د ممکنه ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.‌

د لندن په لوېدیځ چیسویک کې د ایران انټرنېشنل تلوېزیون سټوډیوګانو ته نژدې یو وسله وال پولیس ځای پرځای شوی او د ودانۍ بهر کانکریټي موانع درول شوي وو.

د لندن میټروپولیټن پولیسو اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال له لومړیو تر اوسه یې په بریتانیا کې د ایران د رژیم د دوښمنۍ په نامه بریتانیا کې د مېشتو کسانو د تښتولو یا وژلو ۱۵ دسیسې شنډې کړې دي.

ددغې شبکې عمومي مشر محمود عنایت ویلي "باور مې نه شو کولی چې دې ځای ته رسېدلی".‌

ده ویلي: "یوه بهرني هېواد د بریتانیا خاوره کې انګریزانو ته دومره لوی ګواښ رامنځ ته کړی چې موږ له کبله یې موږ په خوځښت کې یو".

"راځئ په ډاګه ووایو چې دا یوازې زموږ د تلوېزیون لپاره ګواښ نه دی، بلکې عموماً د بریتانیا خلک ګواښي".

د ویډیو تشریح، مهسا امیني: د ایران احتجاجونه تر ۸۰ ښارونو واوښتل

‌‌ایران انټرنېشنل په ایران کې د دولت ضد وروستیو اعتراضونو په تړاو تر ټولو مخکښه د خبرونو وړاندې کولو اداره ده.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته،‌ چې د اخلاقو د پولیسو لخوا د حجاب نه مراعتولو له کبله نیول شوې وه، په تېره سپتمبر میاشت کې ټول ایران کې اعتراضونه پیل شول.

په اکتوبر میاشت کې د ایران حکومت پر ایران انټرنېشنل او بي بي بي سي نیوز فارسي بندیزونه ولګول او دوی یې د دولت ضد اعتراضونو خبري پوښښ له کبله د "اړ و دوړ په تحریکولو" او د "ترهګرۍ په ملاتړ" تورن کړل.

په بریتانیا کې دغه دواړه مېشت تلوېزیونونه ایران کې د فعالیت اجازه نه لري، خو د وینا د ازادۍ د څار یو سازمان وايي، دا دواړه تلوېزیونونه په یوه داسې هېواد کې د خبرونو او معلوماتو له مهمو سرچینو ګڼل کېږي چې هلته خپلواکې رسنۍ او خبریالان تل څارل او ځورول کېږي.

په نومبر میاشت کې د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب وویل، ایران انټرنېشنل د تهران له لوري د یوه "ترهګر" سازمان په توګه پېژندل شوی دی، چې ورسره ټولې همکارۍ او اړیکي لرل ملي امنیت ته د ګواښ په توګه ګڼل کېږي او "اجنټان" یې د ایران د دولتي ایرنا خبري اژانس د رپوټ په خبره، تر څار لاندې نیول کېږي.

هغه همدا شان بریتانیا د ایران د اخوندي نظام پرضد په تبلیغ تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې "د ناامنیو رامنځ ته کولو په تړاو به د خپلو فعالیتونو بیه پرې کړي".