بن غفیر؛ هغه سخت دریځی یهودی چې اسراییلو کې پاچا ټاکونکی شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسراییلو "متدین صهیونیستي" ښی اړخی بنسټپال ګوند راپورته کېدل د اسراییلو په سیاسي ډګر کې کومه نوې پیلامه نه ده.
دغه ګوند د سې شنبې ورځې ټاکنو کې ۱۴ څوکۍ وګټلې، چې په دې سره د اسراییلو کنیست (پارلمان) کې دریم لوی ګوند ګڼل کېږي. ددې ټولو کرېډټ د ګوند یوه مهم مشر ایتمار بن غفیر ته ورګرځي،چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند په لاس هر ډول جوړېدونکي حکومت کې به د وزارت یوه څوکۍ ورکول کېږي.
"متدین صهیونیستي" د بنسټپالو مذهبي ګوندونو یوه مجموعه ده، چې د بنیامین نتنیاهو په نوښت په یوه نوي چوکاټ کې سره راغونډ شوي او هدف یې د ښي اړخيو د رایو د تیت او پرک کېدو مخنیوی بللی شوی، چې دې کار یې وروستیو ټاکنو کې مثبته پایله هم ورکړه.
بن غفیر تر ټاکنو مخکې وویل، د نتنیاهو د حکومت تشکیل راتلونکو خبرو کې د کورني امنیت مسله ورته مهمه ده.
د کاهانا شاګرد
بن غفیر د ۱۹۷۶ کال د مې پر پنځمه د قدس ښار یوه کلي په یوه عراقي یهودۍ کورنۍ کې زیږېدلی.
ده په زلمیتوب کې د یهودي مذهبي مشر ماییر کاهانا په لاس جوړ شوي سخت دریځه یهودي خوځښت (کاخ) کې فعالیت پیل کړی دی.
بن غفیر په دې خوځښت کې د مشر نوعم فریدمن مرستیال شو.
د اوسلو له هوکړې وروسته، ایتمار بن غفیر پر کامرو راڅرګند شو او د پخواني لومړي وزیر اسحق رابین د کاډیلاک ګاډي نښان یې ترلاسه کړ. ده وویل: "رسېدل زموږ توان کې شته".

د عکس سرچینه، Getty Images
څه کم یوه میاشت وروسته د ۱۹۹۵ کالد نومبر پر څلورمه، پر اسحق رابین د وینا پرمهال ډزې وشو، چې وروسته د همدې برید له ټپونو مړ شو.
کاخ ښی اړخی سخت دریځی حرکت د اسراییلو لومړنی سیاسي تنظیم ګڼل کېږي چې په اسراییلو او امریکا کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې راغلی او بندیز پرې لګول شوی دی.
ددې توکم پال حرکت سخت دریځي ان لیکود ګوند کې هم د منلو نه وه، د ګوند او پارلمان غړي هغه وخت د پارلمان له تالاره تالاره ووتل چې کاهانا وینا کوه. کاهانا په ۱۹۹۰ کال د امریکا نیویارک ښار کې یوه مصري وګړي وواژه.
پر کاخ تر بندیز وروسته بن غفیر خپل سخت دریځه او د فلسطینیانو پرضد خپل له تعصب ډک فعالیتونه پیل کړل، پر ده د فلسطینیانو پرضد د کرکجنو او له تاوتریخوالي ډکو فعالیتونو اته ځله تور ولګول شو، دی تورن شو چې کرکې کې لمن وهي او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
بن غفیر د لوېدیځې تړانګې خپل کور کې د باورخ ګولډشټاین انځور راځړولی و. ګولډشټاین په ۱۹۹۴ کال د الخلیل ښار ابراهیمي حرم کې د لمانځه پرمهال ۲۹ فلسطینیان وژلي وو.
بن غفیر په حقوقو کې لیسانس کړی، د وکیل په توګه یې کار کړی دی.
دی د (یهودي قوت) ګوند مشر پاتې شوی چې په ۲۰۱۲ کال د کاهانا ملاتړو جوړ کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ګوند د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ټاکنو کې کنیست (پارلمان) ته لار ونه مونده، دوی هڅه وکړه چې له نورو ګوندونو سره یوځای شي خو نتیجه یې ورنه کړه.
د ۲۰۱۹ کال تر ټاکنو مخکې، دغه ګوند د (یهودي کور) په نامه ټلوالې سره یوځای شو. دې ټلوالې د سخت دریځو یهودانو ګوندونه سره یوځای کړل او پارلمان کې یې د بن غفیر (یهودي قوت) ګوند په مټ پنځه څوکۍ وګټلې.
د ۲۰۱۹ کال دویمو ټاکنو کې یې په مستقل ډول په سلو کې یوازې ۱.۸۸ رایې وګتلې او بیا پارلمان ته له تګه پاتې شول.
په ۲۰۲۱ کال، دغه ګوند له نورو یهودي ګوندونو سره ټاکنو ته ودرېد او د نتنیاهو ملاتړ یې وکړ، همدا وو چې بن غفیر په لومړي ځل د اسراییلو کنیست ته لار ومونده.
بن غفیر هغه اسراییلی سخت دریځی دی چې اسراییل یو یهودي، قومي او صهیوني دولت ګڼي او د اسراییلو ترڅنګ د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالف دی.
د (ټایمز اف اسراییل) ورځپاڼې په وینا، ده مخکې د فلسطینیانو پرضد د اسراییلي مېشتځایونو کې تاوتریخوالي ته لمن وهلې او په زور یې (هېواد ته د نا ژمنو) عربانو د شړلو کمپاین هم کړی او په همدې یې یهودیانو کې خپل محبوبیت ډېر کړی.
























