"د ایران لاریونونو کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون ۲۷۷ کسان وژل شوي"

.

د عکس سرچینه، NurPhoto

د ایران د بشر حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، د چارشنبې په ورځ وویل، چې ایران کې د وژل شویو لاریونیانو شمېر لږ تر لږه ۲۷۷ کسانو ته رسېدلی چې ۴۰ تنه پکې ماشومان دي.

دغه سازمان اوسمهال هغه یوازېنی د بشر حقونو مدافع سازمان دی چې په منظم ډول د وژل شویو لاریونیانو تایید شوې شمېرې خپروي.

ددغه سازمان د رپوټ له مخې، تر اوسه د ایران په ۲۲ سیمو کې د وژل شویو شمېر تایید شوی دی.

دغه سازمان وايي، ډېری کسان په سیستان او بلوچستان، مازندران، تهران، کردستان او ګیلان کې وژل شوي دي.

ددغه راپور پربنسټ،‌ د سیمو پر اساس د وژل شویو شمېر په لاندې ډول دی:

  • سیستان او بلوچستان ۱۰۱ کسان
  • مازندران ۳۳ کسان
  • تهران ۲۸ کسان
  • کردستان ۲۴ کسان
  • گیلان ۲۱ کسان
  • لوېدیځ آذربایجان ۲۰ کسان
  • کرمانشاه ۱۳ کسان
  • البرز ۷ کسان
  • خراسان رضوي ۴ کسان
  • اصفهان ۴ کسان
  • زنجان ۴ کسان
  • لرستان ۲ کسان
  • مرکزي ۲ کسان
  • قزوین ۲ کسان
  • کهگیلویه او بویراحمد ۲ کسان
  • ختیځ آذربایجان ۲ کسان
  • اردبیل ۲ کسان
  • ایلام ۲ کسان
  • بوشهر ۱ کس
  • سمنان ۱ کس
  • خوزستان ۱ کس
  • همدان ۱ کس

نن چارشنبه په سنندج کې یوځل بیا لاریونیان راوتلي او د "مرګ پر دیکتاتور" نارې وهي.

بي بي سي فارسي ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې د چارشنبې په ورځ د سنندج ښار پراخ لاریون پرمهال امنیتي کسان له لاریونیانو سره کېوتلي دي.

.

د عکس سرچینه، Social media

د بشر حقونو یاد سازمان وايي، په تېرو کابو اوو اونیو کې د ایران لاریونونو کې د سپتمبر ۲۱مه تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې ګڼ شمېر لاریونیان په زاهدان ښار کې پکې ووژل شول.

دغه سازمان وايي، د اکتوبر پر ۲۷مه هم لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

د ایران د ازادو کارګرانو ټولنې نن سنندج کې پر ټیلیګرام د لاریونیانو ځینې انځورونه خپاره کړي چې د غاښونو پوهنتون او د شېراز طبي پوهنتون اعتراضونه پکې ښودل شوي.