د امریکا کېنټاکي‌ کې سېلابونه؛ ۳۷ کسان وژل شوي، سلګونه لادرکه دي

Image of a school bus in a creek

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په سویل ختېځ کېنټاکي ایالت کې سېلابونو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي دي.

دا سېلابونه دغه ایالت کې د پرله پسې سختو ورښتونو پایله کې راوتلي.

چارواکو ویلي وژل شویو کې لږترلږه ۶ ماشومان هم شامل دي چې څلور پکې خویندې او وروڼه دي.

د کېنټاکي‌ والي انډي بېشیېر ویلي د دغو سېلابونو د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي ځکه "سلګونه" کسان لا نادرکه دي.‌

سېلابونو د دغه اېالت ختیزې سیمې ډېرې ځپلې.

Rescuers search floodwaters for victims and survivors

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مرستندویان د لادرکه کسانو په لټون بوخت دي
Image shows a home stranded by floodwaters

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ځینو سیمو خلک د هوا له لارې ایستل کیږي

ویل کېږي هلته سلګونه کورونه، هټۍ او پلورنځي‌ اوبو وړي‌ او پر څه باندې ۱۲ زره کورونو برېښنا پرې شوې.

والي انډې بېشیېر وايي د زیانمنو شویو پلونو، سړکونو او نورو زېربناوو روغول به میلیونونه ډالر لګښت وغواړي.‌

دا په څو لسیزو کې دې سیمه کې تر ټولو ویجاړوونکي سېلابونه بلل شوي.

A couple outside their destroyed home

د عکس سرچینه، Reuters

سلګونه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په لنډمهاله سرپناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

له دې سره سېلاب ځپلو سیمو کې د هغو کورونو او هټیو د لوټل کېدو د امکان اندېښنه ښودل شوې چې خاوندان یې خوندي ځایونو ته وتلي.

چارواکو ویلي د غلاوو مخنیوي لپاره ګرځبندیز نه اعلانوي خو لوټ تالان هم نه زغمي.

Image shows people attending a church service

د عکس سرچینه، Getty Images

Image shows a National Guardsman carrying two children

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملي ګارد سرتیري خوندي سیمو ته د خلکو ایستلو کې مرسته کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا سېلابونه ستر ناورین بللی او د زیانمنو لاسنیوي لپاره یې د فدرال مرسته اعلان کړې ده.‌