د پاکستاني آمونو محصولات ولې لږ شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آم په ګرمو او مرطوبو سیمو کې ښه وده کوي.

پاکستان په نړۍ کې د آمونو د تولید او صادرونکو لسو هېوادونو په سر کې دی. تر دې وړاندې پاکستاني آم د نړۍ ۳۵ هېوادونو ته صادرېدل، خو سږکال یې د اقلیمي بدلون له امله یې په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

بڼوال وایي د وچوبي، طبيعي افتونو او د سختې ګرمۍ 'اقلیم بدلون ' له امله سږ کال د دغې مېوي په حاصلاتو کې نږدې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

د پاکستان د سند ایالت کروندګر عبدالرزاق بي بي سي ته د خپلو ستونزو او کړاو ډک ژوند کیسه کوي، چي له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د آمونو په کرکیله بوخت دی. دی وايي:

''کلونه وخت اخلي چې د امو یو بڼ جوړ او بیا تر ۵۰ کلونو پوري له هغه ګټه اخلو، موسمي افتونه، خو طبیعي دي خو دا چې اوبه نه پیدا کېږي، بڼ په خپله وچیږي او بیا موږ اړ یو هغه ونې پرې او د بوټو په بیه یې وپلورو، همدا د بې روزګارۍ پیل دی، چې هر څه له منځه ځي دا د حکومت دنده ده چې ددغه ستونزي غم وخوري. ''

عبدالرزاق اوس پر دې فکر کوي چې په دې ناورین کې د آمونو کرکیله پرېږدي او په نورو فصلونو کې خپل بخت وازمايي، خو دا خبره هم مهمه ده چې پاکستان چې په نړۍ کې د آمونو په صادرولو کې ځانګړی ځای لري، ایا و به کولای شې د دې کړکېچ تاوانونو ته اوږه ورکړي؟

عبدالرزاق وایي په داسې حال کې حکومت ته پکار ده چې د محصولاتو د زیاتوالي لپاره داسې اړین ګامونه پورته کړي چې له دې صنعت سره تړلې شاوخوا څلور نیم سوه زره کورنۍ نه یوازې له بې وزلۍ وژغورل شي، بلکې ددغه هېواد اقتصاد هم له ناوړه حالت سره مخامخ نه شي.

د پاکستان د میوو د صادرونکو ټولنې مشر وحید احمد وایي چې امونه د سیند ایالت اصلي محصول دی، چې اوس په نړۍ کې د پاکستان او هند په نوم پېژندل کیږي .

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آم د صاداراتو لویه برخه جوړوي.

ښاغلی احمد وایي چې کله هغه په بریتانیا کې ملکې ته ور وپېژندل شو، نو ملکې سملاسي ورته وویل چې د پاکستان آمونه یې خوښېږي.

د وحید احمد په خبره د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د قرنطین له سختو قوانینو سره - سره اوس هم آمونه د نړۍ ۴۰ هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، جاپان، اسټرالیا او سویلي کوریا ته صادریږي.

د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیایې ادارې په وینا، د محصولاتو ډېروالي له پلوه پاکستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی او د نړۍ د صادراتو شاوخوا درې نیم سلنه جوړوي.

حکومتي چارواکو هم د آموونو په حاصلاتو کې د پام وړ د کمښت اټکل کړی دی.

''د پاکستان د میوو د صادرونکو د ټولني مشر وحید احمد وايي، که تېر کال له سل جریبه ځمکې شاوخوا ۱۰۰ یا هم ۱۳۰ لارۍ آمونه راټولېدل، سږ کال یوازې ۳۰، ۴۰ یا ۲۵ لارۍ ترلاسه کېدای شي، دا په دې پوري اړه لري، چي یوه بڼوال له خپل بڼ سره څومره زیار ایستلی دی، په هغه اندازه به ښه حاصل ترلاسه کړي، خو له دې سره بیا هم لږوالی راغلی، اصلي موضوع دا ده، چي د سږکال فصل د پیداوار د لږوالي له اړخ په تاریخ کې مخینه نه لري. ''

احمد زیاتوي: "دا د پاکستان د سل میلیارده روپیو صنعت دی، چې له څلور تر څلور نیم سوه زره کورنیو ته یې کار او روزګار برابر کړي او د کورني اقتصاد بنسټ یې پر همدې ولاړ دی."

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ تېر کال پاکستان د څه باندي ۲۲ میلیاردو پاکستانیو روپیو په ارزښت نژدې ۱۵۰ میلیون کیلوګرام آمونه بهر ته صادر کړي وو، په داسې حال کې چې سږکال دغه کچه ۵۰ سلنه رالوېدلي ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

چارواکې وایې د نړۍ د تودوخې او د اقلیم بدلون پر فصلونو ناوړه اغیز کړی دی.

د پاکستان د میوو د صادرونکو د ټولني مشر وحید احمد وایي سږني محصولات ۱.۸ میلیونه ټنه دي، چې په کې ۲۹ سلنه د سيند برخه، یوه سلنه د خیبر پښتونخوا او ۷۰ سلنه د پنجاب ونډه ده.

بڼوال وایي، سږ کال پسرلي نه دی راغلي او هوا ژر ګرمه شوه، چې له امله یې په ونو کې ګلان سم و نه غوړېدل، پر وخت د اوبو نه رسېدل، د ډیزلو کمښت او د برېښنا لږوالي ټول ددې لامل شول، چې د امونو محصولاتو کې ۵۰ سلنه لږوالي راڅرګند شي.

دغه بڼوال وایي اوس د حکومت دنده ده چې زراعت ته وده ورکړي، د خوراکي توکو د خوندیتوب سره معامله وکړي او بزګرانو ته پوهاوی ورکړي.