اروپا کې ځنګلیز اورونه په پراخېدو دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په اروپا کې د يوې اوونۍ تودوخې څپې له امله بل شوي اورونه لا هم نه دي مړه شوي او ډیری هېوادونه یې د کنټرولولو لپاره مبارزه کوي.
دغو ځنګلونو کې بل شویو اورونو زرګونه جریبه ځمکه سوځولې او ګڼ خلک د اور له لمبو د خوندیتوب لپاره له خپلو کورونو وتلې دي.دلته په بېلا بېلو هېوادونو کې د اورونو ا نځورونه کتلای شئ:
اسپانیا
د پنج شنبې پر ورځ د کانري ټاپوګانو په تنریف سیمه کې اور لګېدلی دی، بل شوي اور څو نور ښارونه هم اغېزمن کړي. د تنریف یو شمېر اوسیدونکې له کورونو ایستل شوي، دوی خپل څاروي هم له ځانه سره خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
یوې ښځې بي بي سي ته ویلي:" دا خورا ټکان ورکوونکی دی، ځکه تاسې به کور کې یاست او داسې څه به پېښ شي چې هېڅ مو تمه نه وي. د وتلو او کالیو ټولولو لپاره به یوازې دوه دقیقې وخت لرئ چې ماشومانو او څارویو سره ووځئ، دا خورا سخته ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
سلوونیا
ایټالیا سره پولې ته نږدې د دغه هېواد په لویدیځ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځ ځنګونو اور واخیست. د کراس سیمې ډيری کلي له خلکو خالي شوي، ځکه چې زرګونه اور وژونکي اور سره پر مبارزې لګیا وو، هغوی اړ وو چې د اور د خپرېدو د مخنیوي لپاره ونې ووهي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
یونان
سیلانیان او ځايي خلک د لیسبوس ټاپو له یوې مشهورې ګرځندوی سیمې ایستل شوي، ځکه په غرنیو ځنګلونو کې اور لګېلی، یو شمېر کورنه یې هم سوځولي دي.
د پاخه عمر خلکو یوازې پلاستيکي کڅوړو کې خپل د اړتیا وړ شیان راټول کړي وو او موټر ته ختل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسه
د جېرونډ سویل لویدیځه سیمه کې دوه پراخې اور لګېدنې اوس د اور وژونکو له سختې مبارزې وروسته مهار شوي، بل شوي اور زرګونه جریبه ځمکې ته تاوان اوړولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
























