ګانا دغه هېواد کې د "ماربورګ" وژونکي ویروس لومړۍ پېښې تایید کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
لوېدیزه افریقا کې د ګانا چارواکو دغه هېواد کې د ماربورګ وژونکي وېروس دوه مثبتې پېښې تائید کړې دي.
دا په چټکۍ خپرېدونکې ناروغي د همغو ویروسونو له کورنۍ ده، چې د اېبولا ناروغۍ لامل ګرځي.
چارواکو ویلي چې پر دغه ویروس دواړه اخته ناروغان د دغه هېواد د سویلي اشانتي سیمې یوه روغتون کې مړه شوي دي.
د دوی دواړو معاینه سنیګال کې یوه لاربراتوار ته استول شوې وه، چې مثبته ختلې.
چارواکي وايي تر دغو پېښو وروسته یې ۹۸ کسان چې له مړو شویو ناروغانو سره تماس کې وو، د مشکوکو پېښو په توګه قرنتین کړي.
ماربورګ تر اوسه درملنه نه لري. خو ډاکتران وايي د ډېرو اوبو څښل او د مشخصو علایمو درملنه پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د پاتې کېدو چانس لوړولی شي.
دا ویروس د مېوو له څکالو یا خفاشانو انسانانو ته رسېږي او د بدن د مایعاتو له لارې له یو کس بل ته لېږدي.
پر دې ناروغۍ اخته کسانو کې د سر درد، تبې، د عضلو دردونو، وینې ګرځولو او وینې بهېدو علایم راڅرګندېږي.
چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغه ویروس د ځان ساتلو لپاره له سمڅو او غارونو لرې واوسي او د غوښې محصولات تر خوړلو وړاندې ډېر پاخه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر دې وړاندې د افریقا لوېې وچې په انګولا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، کینیا، سویلي افریقا او یوګاندا کې هم د دې ناروغۍ د خپرېدو پېښې لیدل شوې.
ماربورګ تر تولو لومړی په ۱۹۶۷ کال جرمني کې خپور شوی و چې ۷ کسان یې وژلي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د خپرو شویو مالوماتو له مخې په ۲۰۰۵ کال انګولا کې دغه وېروس له ۲۰۰ ډېر کسان وژلي وو.
دا د دې ناروغۍ تر ټولو مرګونې څپه وه.























