انتوني بلېنکن: ایران پوهېږي چې پر سپاه پاسدارن د بندیزونو لغوه کېدو لپاره څه وکړي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دغه هېواد سنا کې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي ایران پوهېږي چې د ترهګرو سازمانونو له تور لیسته د سپاه پاسداران ځواکونو وتلو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو لپاره باید څه وکړي.
هغه دا څرګندونې ایران سره اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره د مذاکراتو په اړه د امریکايي سناتورانو د پوښتنو ځوابولو پر مهال کړې.
ښاغلي بلېنکن وویل که تهران د دغو مذاکراتو په لړ کې پر سپاه پاسداران د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو لپاره ژمنې وکړي او بیا پر هغو عمل ونه شي، نو له سره به یې پر وړاندې ګام واخیستل شي.
هغه د ایران پر وړاندې د امریکا د تېر حکومت پر سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د "حد اکثر فشار" تګلاره یې ګټوره نه وه.
خو تر هغې څو ساعته وروسته چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ایران سره اټومي هوکړې ته د ګرځېدو د هڅو دفاع وکړه، د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي خبریالانو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام د چټکېدو په اړه اندېښمن دی.
د امریکا د کانګرس ځیني غړي له دې سره مخالف ديچې واشنګټن دې د ایران اټومي هوکړه کې له ځینو بنسټیزو بدلونونو پرته هغې ته وروګرځي.
دوی ټینکار کوي چې د ایران د توغندیو پروګرام او سیمه ییز سیاستونه باید له پامه ونه غورځول شي.
له دې سره هممهاله جروسلېم پوست ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې امریکا کرار کرار. د ایران اټومي هوکړې ته د ګرځېدو له هڅو لاس اخلي.
دغه ورځپاڼه لیکلي امریکايي او اسراییلي چارواکو پر دې خبرې کړي چې که ایران سره اټوميتړون ته د ګرځېدو هڅې ناکامېږي، بدیل یې څه کېدای شي.
د جروسلم پوست د رپوټ له مخې د اسراییل د مليامنیت سلاکار ایال هولاتا چې روانه اوونۍ واشنګټن ته تللی و، له خپل امریکايي سیال جک سالیوان سره پر دې غږېدلی چې له اټومي تړون پروته، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي نورې لارې څه کېدای شي.
تهران وايي اټومي هوکړې ته د ګرځېدو لپاره تر ټولو ډېره دا مهمه ده چې د سپاه پاسداران نوم د ترهګرو سازمانونو له لیست وایستل شي او پر دغو ځواکونو لګېدلي بندیزونه لغوه شي.

























