کاناډا محکمې ایران کې د غورځول شوې الوتکې شپږ قربانیانو خپلوانو ته د تاوان ورکول امر کړی

د پېښې لومړي تلین په مناسبت ټورنټو کې د وژل شویو کسانو تصویرونه ایښي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پېښې لومړي تلین په مناسبت ټورنټو کې د وژل شویو کسانو تصویرونه ایښي وو.

د کاناډا اونتاریو کې یوې محکمې ایران دولت د هغو شپږ کسانو خپلوانو ته د لږ تر لږه ۱۰۷ میلیونه کاناډايي ډالرو (۸۴ میلیونه امریکايي ډالر) تاوان پر ورکولو محکوم کړی چې ۲۰۲۰ کال کې تهران ته نژدې یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي وو.

د اوکراین هوايي شرکت هغه پي اېس ۷۵۲ شمېره الوتکه له الوت لږ وروسته په دوه توغندي ویشتل شوې وه او پکې ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي وو.

وژل شویو کې ۵۵ کاناډیان او ۳۵ داسې کسان هم شامل وو، چې د کاناډا مستقل اوسېدو وېزې یې درلودې.

د وژل شویو کسانو خپلوانو د کاناډا محکمې ته د ایران او هغو چارواکو خلاف عریضه کړې وه، چې دوی وايي، د پېښې مسوول دي.

تر اوسه په دې هکله معلومات نه دي ورکړل شوي، چې څنګه به له ایرانه د تاوان پیسې اخیستل کېږي.

د وژل شویو کسانو د خپلوانو مدافع وکیل مارک ارنلډ وايي، د ده ټیم به په کاناډا او بهر کې د ایران شتمنیو ضبط کولو وړاندیز وکړي، چې د تېلو ټانکرونه هم پکې شامل دي.

د سي بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، دا لومړي ځل دی چې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د تاوان ورکولو امر کېږي.

رپوټ کې ویل شوي، ایراني چارواکو په یاده محکمه کې له ځانه دفاع نه ده کړې.

ایراني چارواکو په لومړي سر کې د دې پېښې له مسوولیت منلو انکار کړی و، چې د ۲۰۲۰ کال جنورۍ پر اتمه رامنځته شوه.

وروسته چې شواهد او ثبوتونه برالا شو، د ایران سپاه انقلاب ځواک ومنل چې د دوی یوه دافع هوا څانګې پر ۸۰۰-۷۳۷ بوینګ الوتکه د امریکايي توغندي ګومان کړی و.