اصفهان کې د اوبو د کمښت له امله مظاهرې؛ پر لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی

درگیری امروز ماموران امنیتی با مردم معترض به کمبود آب در نزدیکی پل خواجو اصفهان

د عکس سرچینه، Social Media

د ايران اصفهان ښار کې د رپوټونو له مخې امنيتي ځواکونو د زاينده سيند پر غاړو د اوبو د کمښت پر ضد پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

په خواله رسنيو خپرو شويو ويډيو ګانو کې د زاينده رود په شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل کېږی او د بلوا ضد پوليس هم په کې ښکاري.

داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې چې لاريون کوونکي په کې د امنيتي ځواکونو له خوا ټپيان شوي، د ځينو رسنيو په وينا پوليسو د لاريون کوونکو د خورولو لپاره ګولۍ هم کارولې دي.

په دې ويډيو ګانو کې خلک د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د تېرې جمعې په ورځ د اصفهان کې ګڼ خلک د اوبو د کمښت په موخه راټول شوي وو چې د رسنیو له پوښښ وروسته په بېلابېلو سيمو کې دې ته ورته ګڼې نورې مظاهرې هم شوې.

همدا ډول مظاهره کوونکي وايي چې امنيتی ځواکونو تېره ورځ د زاينده سيند پر غاړه د دوی خيمو ته اور اچولی او د دوی د خپرولو هڅه يې کړې خو ايراني چارواکي وايي له کروندګر سره هوکړې ته رسېدلې دي.

حمله نیروهای امنیتی به مردم در بستر رودخانه زاینده رود اصفهان

د عکس سرچینه، UGC

په ورته وخت کې د فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې تېره شپه د اصفهان ولايت په ختيځه سيمه کې د يزد ولايت د اوبو د لېږد پايپ د دويم ځل لپاره ویجاړ شوی دی.

د يزد د بحران د مديريت مرکزي دفتر هم ويلي چې دغه ولايت ته اوبو د لېږد پايپونه ويجاړ شوي دي.

له اصفهان څخه يزد ته د اوبو لېږد د اصفهان ولايت د کروندګرو له اعتراضونو سره مخ شوی، دوی په دې باور دي چې د دوی کرنيزې اوبه يزد ته لېږدول کېږی.