ایران ته د امریکا خبرداری: د ځان او خپلو متحدینو ساتنه به کوو

وزیر دفاع آمریکا

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئډ استين ایران د سیمې او امریکا لپاره 'جدي ننګونه ' بللی او په وینا د دې هېواد له لوري به د هر ګواښ په مقابل کې ودرېږي.

د فارس خلیج عربي هېوادونو ته له یوه سفر مخکې ښاغلي استین ویلي، له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر د ولسمشر جو بایډن د هر ډول توافق دیپلوماتیکو هڅو هرکلی کوي، خو په خبره یې "ایران د سیمې لپاره له اتومي پروګرام پرته هم یوه ننګونه ده. "

نوموړی زیاتوي: " امریکا به د ځان او متحدینو د دفاع لپاره د دې ننګونې مقابل کې ودرېږي. "

د امریکا دفاع وزیر له دې څرګندونو سره هممهاله د خلیجي هېوادونو همکارۍ شورا له امریکا متحدو ایالتونو سره په یوه شریک بیان کې د ایران د توغندیز او اتومي پروګرام په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر وویل:

''اجازه راکړئ، په څرګنده یې ووایم چې موږ به د ایران او د هغه د متحدینو د ګواښونو مقابل کې له ځانه، خپلو ګټو او خپلو متحدینو دفاع وکړو. ''

ټاکل شوې چې ښاغلی استین به نن (نومبر ۱۸) متحده عرب اماراتو او بحرین ته خپل سفر پیل کړي او د دواړو هېوادونو له سیاسي او پوځي مشرتابه سره خبرې وکړي.

نوموړي اشارتاً ویلي، دا سفر داسې مهال کوي چې" ایران په سیمه کې تاوتریخوالی ډېروي. "

د دې سفر ترڅ کې به ښاغلی استین د بحرین پلازمېنه منامه کې د ستراتیژیکو څېړنو نړیوالې ټولنې په هغه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د منځني ختیځ یو شمېر دفاع وزیران او لوړ پوړي چارواکي هم پکې ګډون کوي.

ایران امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اتریش کې د ایران اتومي پروګرام پر سر د ایران او امریکا غیر مستقیمې خبرې شوې

د یادونې ده چې ایران په خلیج کې د امریکا او په تېره د اسراییل فعال حضور د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي.

تېره شپه امریکا او په خلیج کې یې متحدو هېوادنو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران تور پورې کړ چې د بالسټیک توغندیو او ډرون له لارې یې یو "اتومي کړکېچ" رامنځته کړی او سیمه "بې ثباته کوي. "

دغه اعلامیه په سعودي عرب کې د خلیج همکارۍ شورا د کاري کومېټې په غونډه کې د امریکا استازي له ګډون وروسته خپره شوې.

د امریکا، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، قطر، بحرین، عمان او کویت په دې شریکه اعلامیه کې ویل شوي: "ټول ګډونوال د ایران له نوي حکومته غواړي چې د ویانا دیپلوماتیکو خبرو فرصت یو غنیمت وبولي او له دې هېواده غواړي چې د کړکېچ او جنجال مخنیوی وکړي. "

د یادونې ده چې د ایران او امریکا تر منځ د اتریش په ویانا کې د ایران اتومي پروګرام پر سر غیر مستقیمې خبرې په ایران کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په ټپه ودرېدې، خو ایران د روانې میاشتې په وروستیو کې د دې خبرو بیا پیلېدو په هکله توافق څرګند کړی.