کورونا؛ په ایران کې "د پنځو ورځو" لپاره واکسین شته

د عکس سرچینه، Reuters
تهران کې له کورونا سره د مقابلې مرکز مشر علیرضا زالي د کورونا کړکېچ اوسنی حالت د چارواکو او لوی سیاست له امله بولي او خبرداری ورکوي چې دغه هېواد کې د پنځو ورځو واکسین شته.
نوموړی د واکسین وارداتو بندول، د نړیوالو مرستو بېرته ستنول او له روغتیا نړیوال سازمان د مړینې د شمېر پټولو ته په اشاره زیاتوي: "د ایران سفیران د واکسین په لټه کې نه. "
ښاغلي زالي خبریالانو ته وویل، د کورونا درملو لګښت د واکسین څو برابره شوی، خو د واکسین پلورلو اجازه یې په دې ور نه کړه چې فکر یې کاوه ګران دی.
نوموړی زیاتوي، کله چې د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهان ایران ته ورغلل، دوی د سلا مشورو پر ځای دا ترې غوښتل چې رسنیو کې د ایران د روغتیايي نظام وستایي او له روغتیا نړیوال سازمان یې د کورونا د مړینې شمېر پټ کړ.
هغه نړیوالو مرستو ته په اشاره وویل، ایران نړیوالې مرستې او بې سرحده ډاکټران له هوايي ډګر ستانه کړل، د وېروس په هکله یې چندان مالومات هم نه درلودل، خو نړیوالې مشورې یې ونه منلې.
دا څرګندونې په داسې مهال دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې ایران کې له کورونا د مړو ورځنی شمېر تر پنځوسوو پورته شوی دی.
ډېری چارواکي له کورونا د مړینې شمېر تر دې زیات بولي.
د کورونا زیاتېدو وېره

د عکس سرچینه، IRNA
په دا مهال د افغانستان له هرات سره پر پوله د خراسان رضوي ولایت د مرکز مشهد یو لوړپوړی چارواکی محمد رضا هاشمي وايي، دغه ستر ښار کې له کورونا د مړو د شمېر ډېرېدو سره دغه ښار کې تابوتونه او امبولانسونه کم شوي دي.
روغتیا وزارت اټکلوي چې له کورونا د مړینې شمېر به لوړ پاتې شي او هغه هم په داسې مهال چې د محرم مراسمو له امله د کورونا ډېر خپرېدو وېره شته، خو حکومت دا مراسم بند نه کړل.
تر دې مخکې د کورونا مقابلې مرکز د دې وېروس د کنټرول لپاره د دوو اونیو رخصتي هم تایید نه کړه.
څو ورځې مخکې د ایران روغتیا وزیر سعید نمکي په یوه لیک کې د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د دوو اونیو عمومي رخصتي غوښتنه وکړه، خو مسوولو چارواکو دې غوښتنې سره موافقه ونه کړه.

د عکس سرچینه، TASNIM
ایران کې ډېری خلک وايي، دغه هېواد کې دا ورځې غمجنې دي او د رپوټونو له مخې اوس نه یوازې روغتونونه ډک دي بلکې مړخونې او هدیرې هم ډکې شوې دي.
کورونا دې ورځو کې د ایرانیانو تر ټولو ستر وژونکی دی، چې ځینې یې لامل د حکومت بې تدبیري او د نورو په خبره، د خلکو له خوا روغتیايي اصولو ته نه پاملرنه ده.
ایران کې له کورونا تراوسه ۹۴ زرو ډېر کسان مړه او تر څلور میلیونه، یو لک، اته پنځوس زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.























