مکرون 'د ایران اتومي مذاکراتو کې د عربستان د حضور' غوښتنه وکړه

ایمانوېل مکرون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، فرانسه وايي، ایران د اتومي وسلو جوړولو په درشل کې دی او چټکه اړتیا ده چې ایران او امریکا د ۲۰۱۵ کال اتومي هوکړې (برجام) ته راستانه شي

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وايي، د ایران د اتومي هوکړې په اړه مذاکرات باید ډېر سختګیرانه وي او د عربستان په ګډون د سیمې هېوادونه هم په دې مذاکراتو کې ګډون ولري.

د سعودي عربستان اړوند العربیة تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویلي، ښاغلي مکرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، اتومي وسلو ته د ایران د لاس رسېدو د مخنیوي وخت ډېر لنډ دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان هم څو ورځې مخکې "دیمانش" خپرنۍ ته ویلي وو: "ایران د اتومي وسلو جوړولو په درشل کې دی او چټکه اړتیا ده چې ایران او امریکا د ۲۰۱۵ کال اتومي هوکړې (برجام) ته راستانه شي."

ایران دا څرګندونې رد کړې دي.

مخکې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر یوه چاروانکي ویلي وو، که ایران وغواړي چې امریکا برجام ته بېرته ستنه شي، نو تهران باید له اتومي هڅو لاس واخلي او د برجام ژمنې عملي کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چارشنبې په ورځ پخپله لومړنۍ خبري ناسته کې وویل،‌ د جو بایډن نظر دا دی که ایران د برجام ژمنو ته راونه ګرځي، نو امریکا به هم دا کار وکړي او بیا به له ایران سره د لا ډېر اوږدمهاله او ټینګې هوکړې په هڅه کې شي.

په مقابل کې ایران د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې غوښتنو ته په ځواب کې ویلي، لومړی امریکا له برجام ووتله چې باید ورته راوګرځي او پر ایران بندیزونه بشپړ لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي لومړی باید ایران د برجام ژمنو ته کاملاً راستون شي

محمد جواد ظریف په یوه ټویټ کې د امریکا له نوې کابینې غوښتي چې "د ټرمپ حد اکثر ناکامي" مه هېروئ او په ملګرو ملتونو کې یې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ته خبرداری ورکړی "اتومي هوکړې ته هغه کړکۍ بېرته پرانیستل شوې چې امریکا یې د بندولو په هڅه کې ده".‌

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا نوې ادارې برجام ته د ستنېدو نیت ښودلی چې اروپايي قدرتونه به ښايي ژر له واشنګټن سره په دې اړه خبرې پیل کړي.

شپږ کاله مخکې د نړۍ شپږو قدرتونو، امریکا، روسیې،‌ چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني له ایران سره اتومي هوکړه وکړه، خو د هغه وخت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۱۳۹۷ کال له هوکړې یو اړخیزه وتل غوره کړل او تر برجام وروسته چې کوم بندیزونه لغوه شوي وو، هغه یې بېرته ولګول.‌

یو کال وروسته ایران هم ایران برجام کې له خپلو ژمنو ووت.