ټرمپ استيضاح: د سنا جرګې محاکمه راتلونکې اونۍ پیلېدو ته چمتو ده

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دیموکرات ګوند وايي، د دغه هېواد پر کانګرس ودانۍ د مظاهره کوونکو ورننوتلو پېښه کې د لاس لرلو موضوع کې به راتلونکي اونۍ په سنا مجلس کې د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ استیضاح محکومیت بهیر پیل شي.

د دوشنبې پر ورځ به استازو جرګه د استضاح تور سنا مجلس ته وړاندې کړي چې په سل کسیزه جرګه ګۍ کې به دا بهیر پیل کړي. جمهوریتپالو دې لړ کې د ځنډ غوښتنه کړې، چې دوی دې لړ کې د چمتو کېدو لپاره نور وخت غواړي.

ډونلډ ټرمپ پر چارشنبه د ولسمشر جو بایډن د لوړې په مراسمو کې له ګډون کولو ډډه وکړه او فلوریډا ته لاړ.

تېره اونۍ استازو جرګې پر ډونلډ ټرمپ تور پورې کړ، چې تاوتریخجن مظاهره کوونکي یې لسمولي وو چې پر کانګرس ودانۍ ورننوتل او له دې سره په سنا جرګه کې محاکمې ته لاره پرانیستل شوه.

د سنا جرګې غړی چک شومر د جمعې پر ورځ وویل، جرګه به د دوشنبې پر ورځ د استیضاح مقدمه وړاندې کړې.

که دیموکراتان په اصولو کې بدلون و نه مني، چې روانه اونۍ یې د سنا جرګې کنټرول تر لاسه کړ، مانا به یې دا وي چې پر سه شنبه به د ښاغلي ټرمپ محاکمه پیل شي. که پر ښاغلي ټرمپ لګېدلي تورونه ثابت شي په راتلونکي کې د دندې لپاره له بندیزونو سره مخامخېدای شي.

د جمهوریپالو له لوري د ځنډ غوښتنه

د امریکا سنا کې جمهوریپالو له ډیموکراټانو غوښتي چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې پیلول تر راتلونکې میلادي میاشتې وځنډوي.

دوی وايي، دا ځنډ به ښاغلي ټرمپ ته چانس ور کړي چې ځان دفاع ته تیار کړي.

پخوانی ولسمشر ټرمپ تورن دی چې واشنګټن کې د جنورۍ پر ۶ یې وینا سره خپل پلویان د کانګرس پر ودانۍ بلوا ته وهڅول.

د ډونلډ ټرمپ وینا پسې د هغه پلویان کانګرس ته ننوتل چې لامله یې قانون جوړوونکي اړ شول د ولسمشرۍ د پاپلو پرېکند نتیجه وځنډوي.

ډونلډ ټرمپ د جو بایډن له لوړې مخکې له سپینې ماڼۍ ووت.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ د جو بایډن له لوړې مخکې له سپینې ماڼۍ ووت.

دې بلوا کې د کانګرس وداني کلابند او تر پنځو کسان ووژل شول.

دې پېښه پسې د استازو جرګې په ۲۳۲ مثبتو رایو سره د ډونلډ ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړه.

ښاغلی ټرمپ اوس سنا جرګه کې له محاکمې سره مخ دی او که محکوم شو، ښايي ټاکنو کې د تل لپاره له ګډون بې برخې شي.

تراوسه ډیموکراټانو د جمهوریپالو دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

استازو جرګې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۱۸ هم د واک ناوړه کارولو او د کانګرس چارو کې د خنډ اچولو په تور ډونلډ ټرمپ استیضاح کړ، خو مشرانو جرګه- چې د جمهوریپالو اکثریت پکې و- د نوموړي استیضاح ویټو کړه.

ډونلډ ټرمپ د امریکا تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې دوه ځلې استیضاح کېږي.

د ټرمپ د فیسبوک په هکله پرېکړه ارزول کېږي

د ټرمپ له وینا وروسته د نوموړي ملاتړو پر کانګرس چپاوو ور ووړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټرمپ له وینا وروسته د نوموړي ملاتړو پر کانګرس چپاوو ور ووړ.

له بلې خوا د سترې خواله رسنۍ فیسبوک نوی څارپلاوی(څارونکی پلاوی) د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حساب ځنډولو په هکله وروستۍ پرېکړه ارزوي.

فیسبوک دا څارپلاوی- چې وايي خپلواک دی- تېر کال جوړ کړ او د شرکت د هغو تعدیلي پرېکړو په هکله حکم کوي چې جنجالي کېږي.

ښاغلی ټرمپ چې حساب یې د جنورۍ پر ۷ د نامالومې مودې لپاره وځنډېد د فیسبوک کارن په توګه اجازه لري چې دغه څارپلاوي ته د خپل حساب د بیا خلاصولو لپاره دلیلونه وړاندې کړي.

د دې پلاوي حکم به پلی کېږي او هم یې د انسټاګرام په هکله پرېکړه پلې کېږي.

بلې مهمې خواله رسنۍ ټوېټر د ښاغلي ټرمپ حساب یو مخ بند کړی دی.

د امریکا پر کانګرس د ډونلډ ټرمپ د پلویانو له بلوا وروسته د فیسبوک مشر مارک زکربرګ وویل: "زما په اند که اوس مهال زموږ له خدمتونو د ولسمشر کار اخیستل دوام لري، نو خطر یې له اندازې ډېر دی. "

دغه څارپلاوي د پنجشنبې په ورځ وویل: "متحده ایالتونو کې یې پېښې او هغو ته د فیسبوک غبرګون څارلی دی. "

د ډنمارک پخوانی لومړی وزیر هلي تورنینګ- شمیت او د ګارډین ورځپاڼې پخوانی سرلیکوال الن راسبریجر د دې پلاوي غړي دي.

خو نیوکګر وايي، دا پلاوی پوره واک نه لري او فیسبوک هم یوازې سختې پرېکړې ور سپاري.

څارپلاوی نور څه ارزوي؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیسبوک د جنورۍ پر ۷ د ډونلډ ټرمپ حساب وځنډاوه.
  • د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد د ټوېټونو عکسونه چې پکې لیکلي وو: "مسلمانان د حق لري غوسه شي او د تېرو ډلوژنو غچ کې میلیونونه فرانسویان ووژني."
  • د یوه ماشوم د مړي عکسونه چې د برمايي ژبې متن سره پوښتي ولې: "له اویغوري مسلمانانو سره د چلن له امله له چین غچ نه اخیستل کېږي."
  • هغه نقل قول چې ادعا کېږي د نازي جرمني د پروپاګنډا د تشکیلاتو د مشر جوزف ګوبلز دی.