جاپان کې ''ټوېټري قاتل'' ته د مرګ سزا ورکړل شوه

جاپان، ځان وژنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاکهیرو شیرایشي قضیې جاپان ته ټکان ورکړ چې څنګه پر انلاین د ځان وژنې بحثونه کېدای شي؟

جاپان کې یو سړی چې له نهو کسانو سره یې پر ټوېټر له اړیکې ټینګولو وروسته هغوی وژلي وو د مرګ په سزا محکوم شو.

د تاکهیرو شیرایشي قضیې چې د ''ټوېټري قاتل '' په نامه هم مشهوره شوې جاپان ته ټکان ورکړ.

نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغه ونیول شو چې په اپارتمان کې یې د انسان د بدن غړي وموندل شول.

تاکهیرو شیرایشي اکتوبر میاشت کې پړ پیژندل شوی او پخپله یې منلي وو چې پرې لګول شوي ''ټول تورونه سم دي. ''

د تاکهیرو شیرایشي له خوا وژل شوې ټولې ځوانې ښځې وې.

دې قضیې په جاپان کې دا بحث پارولی چې څنګه د ځان وژنې په اړه بحثونه پر انلاین کېږي؟

دغه ۳۰ کلن سړي د ټوېټر له لارې له هغو ښځو سره اړیکه ټینګوله چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي. هغوی ته به یې ویل چې دی به ورسره په ځان وژنه کې مرسته وکړي او ان کله کله به یې دا هم ویل چې دی به ورسره ځان یوځای ووژني.

د تاکهیرو شیرایشي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاکهیرو شیرایشي له خوا وژل شوې ټولې ځوانې ښځې وې.

دغه ځنځیري قاتل په ۲۰۱۷م کال له توکیو سره نژدې په زما ښار کې ونیول شو او پولیسو یې په اپارتمان کې د بدن پرې شوي غړي وموندل.

د هغه وکیل مخکې استدلال کاوه چې تاکهیرو شیرایشي ته باید د مرګ سزا ورنه کړل شي ځکه چې وژل شویو ښځو هغه ته اجازه ورکړې وه چې ویې وژني.

خو وروسته تاکهیرو شیرایشي د خپل وکیل د وینا برخلاف وویل چې وژل شویو ښځو اجازه نه وه ورکړې چې دی یې ووژني.