امریکا کې پراخو اورونو دېرش کسان وژلي؛ لسګونه نور لادرکه دي

Thick smoke is seen in Salem City, Oregon on 8 September

د عکس سرچینه، Zak Stone via Reuters

د عکس تشریح، یوازې په اورېګن کې لسګونه کسان لادرکه دي

امریکایي چارواکي وایي، د دې هېواد په ګڼو برخو کې پراخو اورونو لږ تر لږه دېرش کسان وژلي دي او لسګونه نور لادرکه دي. له بېړنیو پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وایي، حکومت او خلک باید په لویه کچه مرګژوبلې ته چمتو و اوسي.

د امریکا په اورېګن، کلېفورنیا او واشنګټن کې له تېرو دریو اوونیو راهیسې ځنګلي اورونو میلیونونه هکتاره ځمکه سوځولې او زرګونه کورونه یې وېجاړ کړي.

له زیانمنو سیمو نه لسګونه زره خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه شي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دیموکرات نوماند جو بایډن خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون د وګړو د ژوند بڼه په بشپړه توګه بدلولی شي.

نوموړي پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور لګولی چې اقلمي بدلون جدي ستونزه نه بولي او پر حقیقت سترګې پټوي.

خو پخپله ولسمشر ټرمپ، چې ټاکل شوې ده د وضعیت ارزونې لپاره دوشنبه کلېفورنیا ته سفر وکړي، د ځنګلونو ناسم مدیریت د دې اورونو لامل بولي.

چارواکي وایي، د اورونو تر دې دمه د نیو جرسي ایالت د ټولې رقبې په کچه سیمه سوځولې ده.

رپوټونه زیاتوي چې د اور د لوګیو له کبله د پورټلند ښار دا مهال په ټوله نړۍ کې تر ټولو چټله هوا لري.

همدا راز په سن فرانسسکو او سیټل ښارونو کې هم د دې اور لوګیو هوا ککړه کړې ده.

په اورېګن او واشنګټن کې څه روان دي؟

A car and a US flag in the smoke-filled town of Molalla, Oregon

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اور لوګیو د ځینو ښارونو هوا تر رېکارډ کچې ککړه کړې ده

په اورېګن کې اور وژنکي په ۱۶ ځایونو کې د پراخو اورونو د کابو کولو هڅه کوي. په دې سیمه کې لږ تر لږه څلوېښت زره کسانو ته امر شوی چې له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته کډه شي.

سیمه ییز چارواکي وایي چې تر دې دمه په دې اورونو کې لس کسان وژل شوي، خو وېره لري چې د قربانیانو وروستی شمېر به تر دې هم لوړ وي.

په واشنګټن کې بیا لږ تر لږه پنځلس بېلابېلو ځایونو کې پراخ اورونه بل شوي او د کابو کولو هڅه یې روانه ده.

تېره اوونۍ په سیمه کې یو کلن ماشوم هغه مهال ووژل شو چې مور او پلار یې د اور له لمبو د تېښتې هڅه کوله.

د ماشوم مور او پلار هم په دې لمبه کې سخت سوځېدلي او وضعیت یې جدي بلل شوی.

د کلېفورنیا والي ګوېن نیوسم مني چې په تېرو لسیزو کې ځنګلونه په سمه توګه نه دي مدیریت شوي، خو وایي چې اصلي او لویه ستونزه اقلیمي بدلون دی.