جاپان کې د اتومي تباهۍ ۷۵ تلین؛ د عکسونو البوم

۷۵ کلونه پوره شول، چې امریکا د اګست په ۶ مه او ۹ مه د جاپان په هیروشیما او ناګاساکی ښارونو اټوم بمونه وغورځول، چې له امله یې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له اټومبم چاودنې وروسته د هیروشیما ویجاړ ښار

ثبت شوې شمېرې اټکلي دي خو داسې ویل کیږي چې په دغه هوايي برید کې د هیروشیما له ۳۵۰ زره نفوس څخه ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.

همدا راز په ناګاساکي کې هم لږ تر لږه ۷۴ زره کسان ووژل شول.

د دغو بمونو له امله خپرې شوې اټومي وړانګې هم د دې لامل شوې چې وروسته زرګونه نور کسان د دغو وړانګو له امله د ورپېښو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دغو هوايي بریدونو له امله په اسیا کې جګړه پای ته ورسېده او جاپان له کوم شرط پرته اتحادي ځواکونو ته د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۱۴ مه نېټه تسلیم شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټکلي شمېرې ښیي چې د هیروشیما له ۳۵۰۰۰۰نفوس څخه شاوخوا ۱۴۰۰۰۰ وګړي وژل شوي

د ۱۹۴۵ کال د مې په ۷ مه په اروپا کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، متفقینو جاپان ته د جولای په ۲۸ مه وویل چې تسلیم شي، خو له تسلیمېدو پرته ورکړل شوې موده پای ته ورسېده.

د جاپان پر ضد جګړه کې د بریتانیا او همګټو هېوادونو ۷۱ زره سرتیري ووژل شول، چې په دې کې ۱۲ زره هغه بندیان وو چې د جاپان په بندخونو کې مړه شول.

د ۱۹۴۵ اګست په ۶ مه د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو د امریکا بي ۲۹ ډوله الوتکې چې انولا ګی نومېده پر هیروشیما اټومي بم وغورځاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انولا ګای الوتکه چې په هیروشیمیا یې اټومې بم غورځولی وو.

دا لومړی ځل و چې په جګړه کې له اټومي بم څخه ګټه واخیستل شوه.

خو بیا هم جاپان تسلیم نه شو.

درې ورځې وروسته امریکایانو د جاپان په وخت پر ۱۱ بجو او ۲ دقیقو یو بل اټومي بم پر ناګاساکي ښار وغورځاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه انځور ښیي چې په هیروشیمیا کې له شپېته سلنه ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هیروشیمیا د اټومبم د قرباني سیوری چې په تيږو په ځینه کې ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه مېرمن خپل ټپونه ښیي چې په هیروشیمیا کې د اټومبم د غورځېدو پر مهال یې د بدن یوه برخه سوځېدلې او دغه سوځېدنه یې د کیمنو د اغوستو له امله وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا هغه ساعت دی چې په هیروشیمیا کې د چاودنې سره هم مهاله په اته ۸ بجو او ۱۵ دقیقو ودرېد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه انځور له هوا اخیستل شوی او له اټوم بم مخکې او وروسته صحنه ښيي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هیروشیما او ناګا ساکي کې د اټوم بم د غورځولو انځورونه په ورېځو، کې چپ اړخ ته هیروشیمیا او ښي اړخ ته ناګا ساکي

ریکو هادا ۹ کلنه وه چې پر ناګاساکي ښار دغه اټومي بم وغورځېد.

هغه له خبریالې لي کارین سټو سره په مرکه کې وویل: "روښانه وړانګې مې تر سترګو شوې، زېړ، خاکي او نارنجي رنګونه سره ګډه وو. دومره وخت مې نه درلود، چې فکر وکړم، دا څه وو. د سترګو په رپ کې هر څه سپین وګرځېدل."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له اټومبم غورځېدو وروسته د ناګاساکي ویجاړې ودانۍ انځور . د اکټوبر په میاشت کې د ویجاړ شوي ښار په منځ کې

بالاخره جاپان د اګست په ۱۴ مه له کوم شرط پرته تسلیم شو.

په همدې ورځ د امریکا ولسمشر هري ترومان له سپینې ماڼۍ بهر خلکو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه: "دا هغه ورځ ده چې موږ یې له پیرل هاربر څخه وروسته تمه کوله. دا هغه ورځ ده چې بالاخره فاشیزم له منځه ولاړ، لکه څرنګه چې موږ پوهېدو چې همداسې به کیږي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اټومی بم له غورځېدو وروسته د هوا د ککړتیا له امله ماشومانو ماسکونه اغوستل ترڅو ځانونه وژغوري

د جاپان له تلسیمېدو وروسته، په برتانیا، امریکا او اسټرالیا کې دوه ورځې ملي رخصتي اعلان شوه چې خلک پکې د بریا لمانځنه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اټوم بم غورځېدنې یو کال وروسته د هیروشیمیا ښار، د حکومت له خوا له لرګیو څخه جوړه شوې ودانۍ راښیي چې په فلیټان ښار کې جوړه شوې

په لندن کې د شاهي کورنۍ غړو د بکینګم د ماڼۍ له کړکیو څخه خلکو ته د خوښۍ لاسونه وښورول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له بم زیانمن ټولګي کې شاګردان درس ته ناست دي.

د جاپان د تسلیمېدو رسمي سندونه د سیپتمبر په دوهمه د توکیو په خلیج کې په یوه جنګي بېړۍ کې لاسلیک شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، معیوب ماشوم چې د هیروشیمیا پېښې وروسته په کال ۱۹۴۶ کې په درسونو کې برخه اخلي

په هیروشیما کې د اټومي بم ګنبزه یو له هغو ماڼیو ده چې له دغه بم روغه پاتې شوې او اوس د یادګار په توګه ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه ګنبزه د ښار د سولې یادګار په پارک کې موقعیت لري، چې د یونسکو د نړۍ د تاریخي میراث د ځای په توګه هم نومول شوې ده.

د انځورونو د ملکیت په تړاو ټول حقونه خوندي دي.