"پر ناروغ اکسیجن بندوم چې په ارامه مړ شي"

Nurse by a bed in a ICU

د عکس سرچینه، INA FASSBENDER / AFP

د عکس تشریح، جوانیته د لندن د یوه روغتون د نږدې څارنې برخه کې دنده ترسره کوي

په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کسانو لپاره د ساه اخیستو ماشین یا (وېنټي لېټر) د مرګ او ژوند خبره ده. کله چې دا ناروغان پخپله ساه نشي اخیستلی نو همدا ماشین یې سږو ته اکسیجن ور رسوي او کاربون ډای اوکسایډ ورنه را وباسي.

خو دا ماشین د هر چا ژوند هم نشي ژغورلی، او د نړۍ لر او بر کې روغتیاپالان ځینې وخت اړ کېږي چې پر هغو ناروغانو دا ماشین بند کړي چې د رغېدو شونتیا یې نه وي.

د لندن په شاهي وړیا روغتون کې د نرسانو د برخې مشره جوانیته نېتلا وایي:

"پر ناروغ د ماشین بندول له رواني پلوه سخت او دردوونکی کار دی. ځینې وخت داسې احساس کوم چې زه یې په خپل لاس وژنم "

۴۲ کلنه جوانیته په اصل کې د هند ده او له تېرو ۱۶ کالو راهیسې په انګلستان کې د روغتیا برخه کې کار کوي.

نوموړې وایي، پر ځینو ناروغانو د ساه اخیستنې ماشین بندول یې د ورځنۍ دندې برخه ده.

د ناروغ وروستی ارمان:

د اپرېل په دویمه اوونۍ کې جوانیته روغتون کې په دنده بوخته وه. ورته وویل شول چې د یوې ناروغې د ساه اخیستنې ماشین باید بند کړي.

ناروغه ښځه پخپله هم یوه پنځوس کلنه نرسه وه چې په کورونا وېروس اخته شوې وه.

Royal Free Hospital in London

د عکس سرچینه، Juanita Nittla

د عکس تشریح، د بریتانیا ګڼو روغتونونو کې کورونا وېروس بحراني وضعیت رامنځته کړی

جوانیته باید د دې ناروغې له لور سره د دې پروسې په اړه خبرې کړې وای. نوموړې وایي:

"لور ته مې یې وویل چې مور یې درد نلري او ارامه ښکاري. دا پوښتنه مې هم ورنه وکړه چې که کوم وروستی ارمان یا کومه مذهبي اړتیا لري "

د روغتون په دې برخه کې ناروغان یو بل ته نږدې کټونو کې پراته وي. جوانیته وایي، د دې ناروغې شاوخوا هم نور کسان بېهوښه پراته وو.

جوانیته د ناروغۍ د بستر شاوخوا پردې یې راکش کړې هغه زنګ یې هم بند کړ چې د ناروغ وضعیت خرابېدو پر وخت غږ کوي.

ټول نرسان د یوې شېبې لپاره چوپ ودرېدل. داسې وخت و چې باید د انساني کرامت درناوی شوی وای.

جوانیته پر تیلیفون کې زنګ تېر کړ. تیلیفون یې د ناروغې ښځې غوږ ته ونیوه. لور یې پر تیلیفون وه. جوانیته یې لور ته وویل (خبرې وکړه. مور دې غږ اوري).

جوانیته وایي:

"زما لپاره دا یو عادي تیلیفوني زنګ و. خو د هغې ښځې د کورنۍ لپاره ډېره لویه خبره وه. هغوی غوښټل چې ویډیو کال وکړي او خپله مور وګوري. خو له بده مرغه اجازه نه وه "

د ساه اخیستنې ماشین بندول:

Nurses in protective equipment before the start of the shift

د عکس سرچینه، Juanita Nittla

د عکس تشریح، له جوانیته سره د روغتون دې برخه کې ۱۷۵ نور نرسان هم کار کوي

جوانیته وایي، د کورنۍ په غوښتنه یې پر کمپیوټر یوه سندره ولګوله، او بیا یې پر ناروغې ښځې د ساه اخیستنې ماشین بند کړ. بیا یې ترڅنګ کېناسته، د هغې لاس یې خپل لاس کې ونیوه، تر هغې چې ساه یې وختله.

ډاکټران له ډېر غور او فکر وروسته دا پرېکړه کوي چې د یوه ناروغ د ساه اخیستنې ماشین دې بند شي.

دوی دې لړ کې د ناروغ وضعیت، د هغه عمر، نورې ناروغۍ چې دا کس پرې اخته وي او د ښه کېدو چانس ته ګوري.

جوانیته وایي، وروسته له هغه چې دې د ساه اخیستو ماشین بند کړ، ناروغه په پنځه دقیقو کې دننه مړه شوه.

په یوازیتوب کې مرګ:

د ناروغې لور لا هم پر تیلیفون وه. نه وه خبره چې مور یې ساه ورکړې. لا هم ورسره غږېدله او دعاوې یې ورته کولې.

بلاخره جوانیته اړه شوه چې په تیلیفون کې غږ پرې وکړي، او ورته ووایي چې مور یې مړه ده.

جوانیته وایي، د ناروغ له له مړینې وروسته هم د یوې نرسې په توګه د دې دنده پای ته نه رسېږي.

"د یوې بلې همکارې په مرسته مې دا ښځه په کټ کې ووینځله. بیا مې په سپین کفن کې تاوه کړه، او جسد مو په یوه لویه پلاستیکي کڅوړه کې کېښود. پر تندې مې ورته مذهبي نښه جوړه کړه او بیا مې د کڅوړې زنځیر راکش کړ "

Juanita Nittla in the ICU where she works

د عکس سرچینه، Juanita Nittla

د عکس تشریح، جوانیته وایي، دا ډېره سخته ده چې یو څوک دې په یوازېتوب کې مړ شي

د کورونا له بحران مخکې ډاکټرانو کولی شول چې د مرګ پر وخت د ناروغ له کورنیو سره مخامخ خبرې وکړي، او د هغوی په مشوره او اجازه د اکسیجن ماشین بند کړي.

کورنیو هم کولای شول چې د ژوند وروستیو شېبو کې ناروغ له نږدې وګوري او ترڅنګ یې و اوسي.

خو اوس د نړۍ په ډېرو برخو کې وضعیت بدل شول، او دا چاره شونې نه ده.

جوانیته وایي، ډېره د خپګان خبره ده چې یو څوک دې په داسې مرګ ومري. نوموړې وایي، د مرګ په شېبه کې له ناروغ سره مرسته کول دې ته روحي ارام ورکوي.

جوانیته وایي، هغه صحنه هم د لیدو نه وي چې یو ناروغ د ساه اخیستلو لپاره زور وهي او له سخت کړاوه تېرېږي، خو د ښه کېدو شونتیا یې نه وي.

د بسترونو کموالی:

د کورونا وېروس بحران له کبله د جوانیته په څانګه کې د بسترونو شمېر له ۳۴ نه اوس ۶۰ ته رسېدلی دی، او ټولو کې ناروغان بستر دي.

د روغتون د نږدې څارنې په دې برخه کې شاوخوا ۱۷۵ نرسان کار کوي.

جوانیته وایي، په عامو حالاتو کې دلته د هر ناروغ لپاره یوه نرسه یا نرس مسئول وي. خو اوس وضعیت دومره بد دی چې یو نرس باید د ۳ ناروغانو څارنه او درملنه وکړي.

بوږنوونکې خبره خو لا دا ده چې که وضعیت نور هم خراب شي نو ښایي یو نرس اړ شي چې د ۶۰ ناروغانو غم وخوري.

په نرسانو کې هم ځینو د کورونا وېروس علایم ښکاره کړي او اوس کورونو کې قرنطین دي. روغتون اړ دی چې د نورو برخو نرسان اوس د نږدې څارنې برخې ته ور وغواړي.

جوانیته وایي:

"د شفټ له پیلولو وړاندې ټول نرسان د یو بل لاس نیسو او یو بل ته دعا کوو. یو بل ته وایو چې پر ځان پام وکړي. ډاډ ترلاسه کوو چې هر یوه مو دستکشي په لاس کړي او نور وېروس ضد کالي او وسایل هم لري ".

Medical staff by a patient's bed in an ICU in Brazil

د عکس سرچینه، SILVIO AVILA / AFP

د عکس تشریح، جوانیته وایي، خپله هم ډېره وېرېږي، خو خپله دنده بیا هم ترسره کوي

په ګڼو روغتونونو کې د اکسیجن ماشینونه، ډبې، درمل او نور وسایل کم دي. د نږدې څارنې برخه کې هره ورځ یو ناروغ مري، او جوانیته وایي دا وضعیت بوږنوونکی دی.

"ځینې وخت شپې خوب کې ډارېږم. خوب نشم کولی. زړه خورم چې هسې نه زه هم په وېروس اخته شم. همکاران خپلو کې پر دې موضوع خبرې کوو. ټول وېرېدلي دي "

تېر کال جوانیته د خپل تبرکلوز له کبله څو میاشتې له کاره پاتې شوه، نو ځکه پوهېږي چې که په وېروس اخته شوه نو سږي به یې کار پرېږدي.

"خلک راته وایي چې باید کار ته لاړه نشم. خو دا یوه نړیواله وبا ده. زه نورو خبرو پسې نه ګرځم او خپله دنده ترسره کوم. د شفټ په پای کې د هغو ناروغانو په اړه فکر کوم چې زما تر څارنې لاندې مړه کېږي. خو چې له روغتونه بهر قدم کېږدم نو ذهن او حافظه مې بندوم او هېڅ فکر نه کوم "