کورونا وېروس: ټوله نړۍ کې مثبتې پېښې ۲ میلیونو ته ورسېدې

د عکس سرچینه، Michael Cooper/ PA
د نړۍ لر او بر کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له دوه میلیونه زیات شوی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې نژدې ۱۲۸ زره کسان مړه شوي دي. تر اوسه په نړۍ کې تر نیم میلیون ډېر کسان له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.
په امریکا کې پر کووډ - ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ټولو ډېر دی.
دغه هېواد کې پر ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۰۹ زره زیات او نژدې ۲۶ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د مړینې شمېر له پلوه ایټالیا دویم ځای لري، چې د دغې ناروغۍ له کبله ۲۱۰۶۷ کسان پکې مړه شوي دي.
د مثبتو پېښو په حساب اسپانیا دویم ځای لري، چې دغه هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو لک ۷۷۶۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.
په اسپانیا کې تر اوسه ۱۸ زره ۵۷۹ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
دغه راز په فرانسه کې ۱۵ زره ۷۲۹، برتانیا کې ۱۲ زره ۸۶۸، بلجیم کې څلور زره ۴۴۰، جرمني کې درې زره ۵۰۲ او په ایران کې څلور زره ۷۷۷ کسان د کووډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا مالي مرستې درولو اعلان کړی او تور پورې کوي، چې همدا اداره د مړینو ډېروالي مسووله ده.
ملګرو ملتونو بیا په غبرګون کې د دغې ادارې دفاع کړې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty
بل لور ته هند د راتلونکې مې میاشتې تر درېیمې او فرانسې د همدې میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې د محدودیتونو غځولو اعلان کړی دی.
په سویلي کوریا کې بیا د کورونا ویروس له وېرې سره - سره د پارلمان لپاره ټاکنې کېږي. د دغه هېواد خلک له احتیاطي تدبیرونو سره د رایې ورکولو په بهیر کې برخه اخلي.
په برتانیا کې یوه ۱۰۶ کلنه ښځه کوني ټیچن له کورونا ویروسه رغېدلې او د برمنګهم ښار له روغتونه کور ته ستنه شوې ده.
کوني تر دریو اونیو پورې په روغتون کې بستري وه. نوموړې په ۱۹۱۳ کال کې زېږېدلې او دواړه نړیوالې جګړې یې لیدلې دي.
برتانیا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ۷۶۱ ته رسېدلی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ډېری عربي هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
له کبله یې ځايي خلک د لاسونو وینځلو له بنسټیزه حق محروم دي یا له عامه ځایونو د څښاک اوبه تر لاسه کوي او.
دې هېوادونو کې نژدې ۷۴ میلیونه خلک پر کورونا ویروس د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د بښنې نړیواله اداره ایمنسټي انټرنېشنل وايي، قطر چارواکو لسګونه بهرني کارګران د کووډ - ۱۹ ناروغۍ په پلمه نیولي او له هېواده یې شړلي دي.
دغې ادارې له ۲۰ نیپالي کارګرو سره مرکې کړې، چې وايي مارچ میاشت کې له لسګونو نورو کسانو سره له نیول کېدو وروسته په نامناسبو توقیف ځایونو کې ساتل کېدل او بیا په زوره په الوتکو کې کېنول شوي دي.
خو قطر وايي، چارواکو د دغو غیر قانوني کارګرو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو.
په ایران کې بیا دویمه پرلپسې ورځ هم د مړینې شمېر له ۱۰۰ کم و. د ایران روغتیا وزارت مسوولینو په وینا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ کسان مړه شوي دي، چې د ټولټال مړینو شمېر ورسره ۴۷۷۷ کسانو ته رسېدلی دی.
هاخوا د جرمني صدر اعظمې انګلا مرکل اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونو کې به نرمښت راولي.
ټاکل شوې ده چې جرمني کې لومړني ښوونځي او همدا راز کوچني دوکانونه یا پلورنځي راتلونکو ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

د عکس سرچینه، Mehr news agency
بل لور ته رپوټونو کې ویل شوي، د انلاین پېر او پلور تر ټولو سترې وېبپاڼې امازون موسس او څښتن جیف بیزوس د کورونا وبا له پیله راهیسې ۲۴ میلیارده اضافي پانګه ګټلې ده.
د کورونا ضد مبارزې محدودیتونو له کبله د انلاین پېر او پلور ډېرېدو له کبله د امازون شرکت د ونډو بیه د خپل تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د بلومبرګ ادارې په وینا د جیف بیزوس ټولټال شتمني اوس ۱۳۸ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
























