هغه ۶ شیان چې ترې بې برخې کېږو

د عکس سرچینه، Getty Images
د وسایلو د کمېدو دردناک احساس ورو ورو په زیاتېدو دی. موږ ټولو دا لوستي چې د اوبو جنجال ورو ورو زیاتېږي یا تېل کمېږي او یا هم مچۍ په کمېدو دي خو له دې پرته نور هم ډېر څه شته چې په ډېره کمه بې پروايۍ ترې بې برخې کېږو.
دا هغه څه دي چې په ورځني ډول یې پر موږ اغېز پرېوځي، موږ دلته د شپږو شیانو یادونه کړې:
د ځمکې د مدار وړتیا
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ځمکې د مدار په شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ توکي څرخي.
په دې کې دوه زره یې فعال دي یانې هغه مصنوعي سیارې یا سټلایټ چې موږ پرې هره ورځ ټیلیفوني اړیکې، جي پي اېس یا د خپل د خوښې ټلوېزیون لپاره کاروو.
نور بیا داسې اوسپنې دي چې د راکټ په خلا کې د ننوتو پر وخت ځان پریږدي او د مدار له بېلابېلو توکو سره ټکر کوي.

نو بیا ستونزه څه ده؟ دا هغه پنځه لکه اجسام دي چې زموږ ترسترګو لاندې دي او هره ورځ اضافه کېږي.
دا چې ټکنالوژي پراخېږي همداسې ورسره مدار ته د شیانو لېږد اسانیږي.
دا انسانانو لپاره ښه خبر دی، خو زموږ په سړکونو کې د اسمان د دې ډول ترافیکي مسایلو د کابو کولو لپاره هېڅ داسې نظام نشته. زموږ سره دا فکر هم نشته چې د ځمکې پر شاوخوا د څرخېدونکو د وسیلو د پاکۍ خیال وساتو.
د ځمکې له مدار سره د توکو د ټکر خطر په زیاتېدو دی- په دې سره هغه اړیکه به هم خرابه شي د کومې په واسطه چې موږ ټیلیفوني اړیکه ساتو، د هوا حالت څارو، د نړۍ نقشه ګورو یا هم د جي پي اېس اړوند کارونه ترسره کوو.
د دې جنجال د حل لپاره کار دوام لري خو د اوس لپاره یو بریالی هیله بښونکی څرک نه دی لیدل شوی.
رېګ
تاسې به فکر کوئ چې اوس په نړۍ کې رېګ هم ختمېدونکی دی- زموږ سره په دښتو او د سمندرونو په غاړو کې ډېر رېګ شته.
خو رښتیا بیا دا ده د نړۍ ټول سخت توکي له رېګ او جغل جوړ شوي دي، د ملګرو ملتونو په وینا، په کومې چټکتیا سره چې څنګه ایستل کېږي هغسې تولید بیا نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډبرو د ماتېدو یا مښل کېدو سره د زرګونو کلونو په بهیر کې رېګ جوړ شوي، چې په رغنیزو چارو کې کارېږي، د اوبو په پاکوالي کې ترې کار اخلو، د کړکیو په هندارو کې ترې کار اخلو او د موبایل د پرزو په جوړښت کې هم ترې کار اخلو.
د رېګ دغه زیان د ایکو سیسټمونو لپاره یو ګواښ دی. له همدې امله په نړېواله سطحه د دې توکي د کارولو لپاره څه قواعد په نظر کې نیول شوي دي.
یوه کیمیاوي ماده (هیلیم- Helium)
د جشنونو او لمانځنو په وخت کې د رنګینو پوکڼیو کارول دود شوي دي او هغه بیا همداسې په هوا کې پریږدو خو که پوه شئ نو خپل ضمیر به پړ کړئ چې په دې کې د هیلیم د غاز زېرمې شته.
دا غاز د ځمکې له تل اخېستل کېږي او ښايي د څو لسیزو زېرمه لا هم پاتې وي.
د ځینې اټکلونو له مخې، د دې غاز د کمښت اغېزې به له ۳۰ تر ۵۰ کلونو پورې راڅرګندې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا کمی به نه یوازې جشن خراب کړي، بلکې زموږ پر درملنې به هم اغېز وکړي ځکه چې دا غاز د 'اېم.ار.ای' یا د بدن دننه برخې د عکس اخیستونکي ماشین کې لګېدلي مقناطیسونه سړوي.
دې ګاز د سرطان، دماغ او حرام مغز د جراحي په تشخیص او درملنه کې هم یو انقلاب راوستی دی.
کېلې
له سوداګریز پلوه د تولید شویو کېلو د پوستکو لویه برخه د پاناما ناروغۍ په نامه فنګس له خوا اغېزمنېږي.
هغه کېلې چې موږ یې خورو د کېلې پر یوه ډول پورې اړه لري چې د کینډي په نوم یادېږي، د پاناما په نوم یو فنګس کولی شي د دې کېلې نسل کې په چټکۍ خپور شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پخوا هم شوي دي- په ۱۹۵۰ میلادي کې دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د کېلې ټول فصل تباه کړ.
څېړونکي د داسې ډولونو په چمتو کولو بوخت دي چې د فنګس مقابله وکړی شي او خوندور هم وي.
د کر کيلې وړ خاوره
که څه هم د کرکېلې په وړ خاوره کې تراوسه کومه ستونزه نشته خو په دې لړ کې زموږ بې پروايي ځینې اندېښنې پیدا کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځمکې پورتنۍ برخه هغه ځای دی چې بوټي خپل د خوړو ډېر توکي له دې ځایه ترلاسه کوي.
د ځنګلي سیمو د ژغورلو ادارې یا 'ډبلیو- ډبلیو- اېف' د معلوماتو له مخې له ۱۵۰ کلونو راهیسې د ځمکې د پورته برخې نیمايي برخه ویجاړه شوې او یوازې د ځمکې د یو اېنچ د پورته برخې طبیعي رغونه ۵۰۰ کاله وخت نیسي.
فاسفورس (ګوګړ)
په ښکاره ډول زموږ په ژوند کې فاسفورس (ګوګړ) دومره خاص رول نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په حقیقت کې نه یوازې دا چې د بیولوژیکي پلوه د انسان د DNA لپاره اړین دی بلکې دا د مصنوعي سرې یوه مهمه برخه هم ده چې هېڅ پېژندل شوی بدیل نه لري.
په لومړیو کې دا د بوټو او څارویو له فضله موادو له لارې خاوره کې زرغونېدل، خو اوس دا د فصل له امله ښارونو ته مخه کوي او نالیو کې ورکېږي.
ځکه داسې ښکاري چې فاسفورس یا ګوګړ زېرمې به له ۳۵ تر ۴۰ کلونو وي او له هغه وروسته به ختمې شي.

























