یوه ارزان بیه ګولۍ چې د زړه ناروغیو دریېمې برخې مخه نیسي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه څېړنه ښيي هره ورځ د هغې یوې ګولۍ خوړل چې څلور ډوله درمل پکې یو ځای شوي دي، د زړه حملې او دماغي سکتې خطر یو - درېیمه کموي.
دغه ګولۍ کې د وینې نري کولو لپاره اسپرین، د کولوسټرولو کمولو لپاره سټاټین او د وینې فشار کمولو لپاره دوه ډوله درمل یو ځای شوي دی.
په ایران او برتانیا کې روغتیا پوهان وايي، د دغې ګولۍ اغېز خورا ډېر، خو بیه یې یوازې څو پیسو ته رسېږي.
څېړونکو سپارښتنه کړې چې دغه ګولۍ باید په هغو نسبتاً بیوزله هېوادونو کې ټولو خلکو ته د عمر په یوه ځانګړې برخه کې ورکړل شي، چې ډاکټران شخصاً هر چا ته نه شي رسېدای یا پریمانه مناسب درمل نه شي موندلای.
د زړه شریانونو او دماغي سکته ټوله نړۍ کې د انسانانو د مړینې دوه لوی لاملونه دي چې هر کال یې له کبله تر ۱۵ میلیونه ډېر انسانان مري. د تمباکو استعمال، چاغښت او لږ ورزش کول د زړه ناروغیو خطر ډېرېدو سببونه بلل کېږي.
دغه څېړنه د ایران په نژدې ۱۰۰ کلیو کې شوې چې ۶ زره اته سوه کسانو پکې برخه اخیستې او پایلې یې په 'لانسیټ ' کې خپرې شوې دي.
د څېړنې نیمايي ګډونوالو ته دغه ګولۍ د ورځني ژوند کولو څرنګوالي کې د بدلون له مشورې سره ورکړل شوې او نیمايي نورو ته یوازې روغتیايي مشوره ورکړل شوې وې.
پنځه کاله وروسته هغه ۳۴۲۱ کسان چې ګولۍ ورکړل شوې وې، د زړه روغتیا له ۲۰۲ قضیو سره مخامخ شوي وو، خو پاتې ۳۴۱۷ کسان چې ګولۍ یې نه وې استعمال کړې، د زړه روغتیا له ۳۱۰ ستونزو سره مخامخ شوي وو.
د برمنګهم پوهنتون پروفیسر ټام مارشل په دې اړه بي بي سي ته وویل:
''موږ پرمختلونکو یا داسې هېوادونو کې چې متوسط عاید لري، دغه ثبوتونه وړاندې کړل او داسې ډېر هېوادونه شته چې پر دغه ستراتيژي غور کولای شي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنه ښيي د ګولۍ استعمال د بد کولیسټرول کمولو لړ کې خورا ډېر اغېز کوي، خو د وینې پر فشار یې ډېر اغېز نه درلود. دغه درمل هغو کسانو ته ورکړل شوي چې مخکې یې د زړه روغتیا ستونزه لرله او یا یې نه لرله، خو عمر یې له ۵۰ کلونو پورته شوی و.
د اصفهان پوهنتون طبي ساینس برخې ډاکټر نزال صرافزادګان وايي:
''د دغې ګولۍ کم لګښت ته په کتو سره ویل کېدای شي چې د زړه روغتیا برخه کې د ښه پرمختګ جوګه کېدای شي، چې په نړۍ کې د مړینې لوی لامل دی. ''
د دغه درمل پر طرح له ۲۰۰۱ راهیسې غور کېده، خو دا لومړۍ لویه ازموینه ده چې د اغېزمنتوب ثابتولو لپاره یې شوې ده.






















