قهرجن مېلمه، د هوټل ګارسون وواژه

د عکس سرچینه، AFP
په پاریس کې یوه قهرجن پیرېدونکي د هوټل یو ګارسون وروسته له هغې وواژه چې کله یې سانډوېچ نوموړي ته په ځنډ ور وړ.
دا پېښه د پاریس ختیځ ته څېرمه شوې چې د پولیسو په وینا په دې اړه څېړنې روانې دي.
د وژنې اصلي عامل د پېښې له ځایه تښتېدلی او لا تر اوسه نه دی موندل شوی.
ژغورونکو هڅه کوله، څو ۲۸ کلن ګارسون وژغوري، خو نوموړي د خپلې اوږې د ټپ له امله ساه ورکړه.
پولیسو ته د ګارسون همکارانو ویلي چې پیرودونکي له دې امله نوموړی ګارسون وواژه چې خواړه یې ورته په ځنډ چمتو کړل.
وژل شوي ګارسون د سانډویچ او پیتزا په یوه هټۍ کې په کار بوخت و.
دې پېښې د سیمې اوسېدونکي او نور هټیوال حیران کړل.
یوې ۲۹ کلنې مېرمنې فرانسوي رسنیو ته ویلي چې دې پېښې نوموړې نارامه کړې او ویلي یې و چې" په دې سیمه کې دا رسټورانټ ډېر ارام او له څو میاشتو راهیسې فعال و."
د سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ویل چې د جرم کچه مخ په لوړېدو ده او د نشه يي توکو د پلور د زیاتوالي په اړه یې هم اندیښمن دي.






















