پر بېوزله هندۍ کورنۍ میاشت کې یو میلیارد برېښنا بل راغلی

د عکس سرچینه، ANI UP
هندي او ځینو نورو رسنیو رپوټ ورکړی چې په دې هېواد کې يوې کورنۍ ته څه د پاسه يو مليارډ هندي روپۍ د برېښنا مياشتنى بېل ورغلی.
خو بېل کې کارول شوې برېښنا دوه کيلو واټه ښوول شوې.
ګلف نیوز لیکلي، د دوه کیلو واټه برېښنا لپاره دغې کورنۍ ته د ۱،۲۸۴،۵۹۵،۴۴۴ هندي روپیو بېل ورغلی.
د هند اترا پرادېش د هاپور چمري کلي کې یوه عمر خوړلې جوړه چې ورته د برېښنا دا بې سارى بېل ورکړل شوى د برېښنا ادارې ته ورغلې چې دا تېروتنه سمه کړي، خو وايي چا يې خبره نه ده اورېدلې او ورته ويل شوي برېښنا به يې تر هغه پرې وي چې دا پيسې ورکړي.
د کورنۍ مشر شميم ويلي تر دې مخکې به یې د برېښنا مياشتنى بېل ٧٠٠ يا ٨٠٠ روپۍ وې خو داسې برېښي چې دا ځل يې د ټول ښار لگښت دوى پسې ليکلى.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د برېښنا د ادارې لوړپوړو چارواکو ويلي دا به ښايي يوه تخنيکي تېروتنه وي او دوى به یې سم کړي خو تر هغه چې دا تېروتنه سمېږي نو شميم او کورنۍ به يې په تياره کې شپې سبا کوي.


















