پاکستان کې د بودیجې پر ضد د سوداګرو اعتصاب

پاکستان
د عکس تشریح، د راولپنډۍ ښار یو بازار د شنبې پر ورځ د سوداګرو له اعتصاب وروسته تړلی و

پاکستان کې د نوي مالي کال بودیجه کې د نویو مالیو لګېدو او ټیکسونو اړوند اسنادو وړاندې کولو خلاف د ټول هېواد سوداګرو او کاروباریانو اعتصاب کړی. سوداګر وايي، د مالیو ټولولو ادارې (ایف بي ار) ته یې د کاروبار اړوند ثبوتونو وړاندې کولو او نویو مالیو خلاف کاروبارونه تړلي دي.

بي بي سي ته رسېدلي رپوټونه ښيي چې له همدې امله د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان یو شمېر ښارونو کې ځینې کاروباروي چارې په ټپه ولاړې دي. د پاکستان سوداګرو ټولنې عمومي منشي نعیم میر پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلي، سوداګر نوې بودیجه ردوي او لومړی وزیر عمران خان باید له سوداګرو سره پر دې موضوع خبرې وکړي.

نوموړی وايي، ۸۰ سلنه سوداګر به د دې نویو اقداماتو پر ضد له مالیې ورکولو ډډه وکړي.

د مالیې ټولولو نویو اقداماتو کې د غالیو، پوست یا پوټکي، سپورتي او طبي جراحي تولیداتو پر پلور د ۱۷ سلنې پلور مالیې بېرته لګول شامل دي، چې مخکنیو حکومتونو د صادراتو زیاتېدو په تمه نه اخیسته او اوس چارواکي په دې باور دي چې د سیلز یا پلور ټیکس په نامه مالیې بېرته فعالولو له کبله به له اویا تر اتیا میلیاردو روپیو پورې اضافي عاید ولري.

پاکستان

یو بل شرط له پنځوس زره روپیو د اضافي پېر یا پلور لپاره دی چې باید د پېژند پاڼې یا شناختي کارت له مخې وشي او ځینې سوداګر ورسره مخالفت کوي. دوی ادعا کوي چې ځینې کوچني صنعتونه نه غواړي د مالیې ورکړې په شبکه کې شامل شي یا ځینې خلک نه غواړي د عاید سرچینه یې معلومه شي، ځکه به ورسره پر کاروبار اغېز وشي، خو چارواکي بیا هیله من دي چې دې سره به د مالیه ورکونکو شمېر ډېر شي.

له دې مخکې پرون چهارشنبه لومړي وزیر عمران خان په کراچۍ کې له کاروباریانو سره ولیدل. رپوټونه وايي، نوموړي د بودیجې نویو اقداماتو په تړاو د سوداګرو قانع کولو هڅه کړې.

پاکستاني کاروباریان ادعا کوي چې حکومت د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف په سپارښتنه د کاروبارونو مستند کولو هڅه کوي، خو کاروباري شرایطو لپاره هیڅ نه کوي.

پاکستان

د عکس سرچینه، PRESS INFORMATION DEPARTMENT PAKISTAN

د عکس تشریح، لومړي وزیر عمران خان له دې یوه ورځ مخکې د سوداګرو له استازو سره ولیدل

د کراچۍ سوداګرو ټولنې مشر عتیق میر بي بي سي ته وویل:

''که حکومت غواړي د اروپا غوندې د مالیې نظام پلي کړي، او غواړي هر کس د اروپایانو په څېر مالیه ورکړي، باید اسانتیاوې هم د اروپا په څېر خلکو ته چمتو کړي. ''

بل لور ته د ایف بي ار ادارې مشر شبر زیدي په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل، ځینې کسان پر دغه موضوع ناسم پوهاوی خپروي.

د نوموړي په وینا د شناختي کارت شرط یوازې د ثبت شویو مالیه ورکوونکو لپاره دی، چې شمېر یې ۴۰ زرو ته رسېږي او هر پېرونکی یا پلورنکی اړ نه دی چې عملي یې کړي. د نوموړي په وینا حکومت به داسې هیڅ پرېکړه و نه کړي چې کاروبار یا صنعت ته زیان ورسوي او له سوداګرو سره د خبرو لپاره هر وخت چمتو دي.