ورځپاڼې: د ټرمپ ګډوډ پيغامونه افغانستان کې د پرمختګ مخه نیسي

د عکس سرچینه، AFP
واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ گډوډ پيغامونه افغانستان کې پر پرمختگونو ناوړه اغېز کوي. ورځپاڼې فاکس نيوز ټلويزيوني چينل سره د ولسمشر ټرمپ مرکې ته اشاره کوي چې ويلي و افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ٩٠٠٠ ته ټيټ شوى.
خو مجله وايي د امريکا دفاع وزارت تاييد کړې چې افغانستان کې د امريکايي پرسونل شمېر ټولټال ١٤٠٠٠ دى چې نهه زره يې د روزنې او پاتې هغه يې د ترهگرۍ ضد ماموريت لري.
شنونکي وايي د ښاغلي ټرمپ څرگندونې او د حکومت تگلاره يې په ټوله کې تاوتريخوالى هڅوي ځکه دواړې غاړې د لوبې د پاى لپاره د ډېر امتياز ترلاسه کولو هڅه کوي او تلپاتې سولې لپاره ډېر څه نه کېږي.
د امريکا د دفاع وزارت يوۀ پخواني چارواکي د ولسمشر ټرمپ افغان تگلاره د ولسمشر اوباما له تگلارې سره پرتله کړې او وايي کمزورتيا ښوول سوله نه راولي او هغه راز پايلې هم نه لري چې د امريکا په گټه وي.
واشنگټن اېگزماينر مجله قطر کې د افغان سولې بهير ته په اشاره وايي، دغه بهير نه دى توانېدلى چې طالبان پر افغان امنيتي ځواکونو او ملکيانو له بريدونو راوگرځوي.
ليکوال وايي ان شونې ده چې طالبان دې ته وهڅوي چې د بريدونو د زياتولو له لارې برلاسي ترلاسه کړي او امريکا چټکې وتنې ته وهڅوي.
مجله زياتوي د روان کال په لومړيو کې يو سربېرن پرمختگ تر سترگو شو چې پر يوې طرحې د هوکړې رپوټونه مخې ته راغلل خو له هغې وروسته ډېر لږ تر لاسه شوي.
دواړې غاړې له خپلو غوښتنو يو گام نه شاته کېږي او د مجلې په وينا داسې هېڅ دليل نشته چې باور وشي طالبان د ښه نيت له مخې عمل کوي.
ليکوال وايي د امريکا د امنيت ډاډمنولو لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتيا نشته.
ليکوال ٢٠١١ م کال کې د القاعدې بريد پرېکنده لامل دا نه بولي چې دوى په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې ازاد لاس درلود بلکې وايي چې ډېر مسووليت امريکا ته په غاړه دى چې د القاعدې گواښ يې له پامه غورځولى و او د استخباراتي ټولنې پر خپلو بیروکراسيو يا کاغذ پرانيو ټينگ ولاړ و.
ليکوال وايي د ده په وينا طالبان سوله نه غواړي خو امريکا بايد له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او که اړتيا پيدا شوه د ترهگريزو فعاليتونو د گډوډولو لپاره د کوچنې کچې عمليات هر کله ترسره کېداى شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې د سولې يوۀ تړون ته د رسېدو شونتيا اوس تر پخوا هرکله ډېره ده.
ورځپاڼه وايي پاکستان د طالبانو پر مشرانو فشار ډېر کړى چې نرمښت وښېي او د افغانانو خپلمنځۍ ناسته کې گډون وکړي.
ليکوال وايي د طالبانو مشران که داسې انگېري چې د افغان حکومت په گډون په پرتله ييز ډول پرمختگپاله ځواکونه له پامه غورځولى شي نو تېروتنه کوي.
گلف نيوز ورځپاڼې د افغانستان او وېست انديز ترمنځ د کرېکټ لوبې په تړاو مطلب خپور کړى او وايي دواړه لوبډلې چې له نړيوالو اتلوليو په وتلو دي غواړي دا لړۍ په يوه بريا ختمه کړي.
افغانستان د هند او پاکستان پر وړاندې سخته مقابله وکړه او اوس به په اتلوليو کې د لومړي بري هڅه کوي. وېست انډيز هم نه غواړي چې خپلې لوبې په ناکامۍ پاى ته ورسوي.
ورځپاڼه وايي د دې لوبې گټل دواړو لپاره تر ډېره د عزت خبره ده.






















