ورځپاڼې: د ای اېس ای نوی مشر یو توندلاری دی

د عکس سرچینه، ISPR
نيويارک ټايمز د پاکستان استخباراتي ادارې اى. اس. اى د نوي گومارل شوي مشر په تړاو د رويټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ ليکلي چې د دغې ادارې د پخواني مشر پر ځاى يو توندلارى گومارل شوى.
مطلب وايي ډگر جنرال فيض حميد چې د دغې ادارې يو پخوانى لوړ پوړى چارواکى و د جنرال عاصم منير ځاى ناستى شوى.
ورځپاڼه وايي دغه اداره له اوږدې مودې راهيسې د هغو اسلامپالو په ملاتړ تورنه ده چې هند په نښه کوي او همداراز ورباندې دا تور پورې کېږي چې افغان طالبانو او نورو اورپکو ته يې پناه ورکړې.
خو سره له دې چې پر پاکستان دغه تورونه ډېر پورې شوي ان په ملگرو ملتونو کې هم دغه راز مسايل را پورته شوي خو پاکستان دغه ډول تورونه ردوي.
د عايشه صديقې په نامه يوې څېړونکې او ليکوالې ويلي چې دا گومارنه يو توند اقدام دى او په دې مانه ده چې پوځ شاته کېږي نه او ډېر زور کارونې ته مخه کوي.
واشنگټن پوست ورځپاڼه له ايران سره د امريکا وروستيو ناندريو او پر تېل لېږدونکو بېړو د بريدو په تړاو پر ايران د پورې شويو تورونو په اړه يو مطلب خپور کړى او وايي له ايران سره مخامختيا پر ولسمشر د باور د نشتون موضوع په ډاگه کوي.
ورځپاڼه وايي متحدينو د ولسمشر ټرمپ د ډېرو کوټولو شواهدو د برابرولو فشار راوړى چې په عمان کې پر بېړيو شويو بريدونو سره د ايران تړاو ثابت کړي.
خو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې نور اضافي شواهد به هم مخې ته راشي.
ورځپاڼه وايي ځينو دغو شکونو رېښه په دې کې ده چې ولسمشر ټرمپ پخوا گڼې تېر اېستونکي ويناوې کړې. ځينې شکونه د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له امله دي چې ٢٠٠٣ م کال کې يې په دې ناسم باور پر عراق د بريد غوښتنه کوله چې گواکې صدام حسين د پراخې ويجاړۍ وسلې درلودلې.
او بيا تر يوۀ بريده د مايک پمپيو په تړاو هم شکونه شته په دې وروستيو کې د ايران د چلند په تړاو پرلپسې خبرې کړي. هغه وويل چې د مې پر ٣١ کابل کې د امريکايي ځواکونو د گاډو پر يوۀ کاروان د موټر بمب د شوي بريد تر شا ايران و. که څه هم د دۀ په وينا چې طالبانو د بريد مسووليت ومانه خو د طالبانو پر دې ادعا بايد باور ونشي.
دۀ ويلي ډاډه دي چې ايران د دغه بريد لپاره پارونه کړې او د ده په وينا که د دوى استخبارات په دې باوري نه واى نو ده به دا ادعا نه وه کړې.

د عکس سرچینه، AFP
بريتانيوۍ گارډين ورځپاڼه وايي ملگرو ملتونو ميانمار ته گواښ کړى چې د روهېنگي مسلمانانو پر وړاندې د توکميز جلاوالي يا اپارټايد تگلارې له امله به ورباندې مرستې بندې کړي.
گارډين وايي په برما کې د ملگرو ملتونو د چارو همغاړې کونکي ناټ اوستبي له لوري د دغه هېواد حکومت ته استول شوى يو ليک يې کتلى چې وايي ملگرو ملتونو او نورو بشري متحدينو يې پرېکړه کړې که بنسټيز بدلونونه رانشي نو د ژوند ژغورونکو مرستو ور هخوا به د ځايي بې ځايه شويو وگړو پر پڼغاړو به مرستې بندې کړي.
د ملگرو ملتونو ادارو ميانمار کې دننه د رخين ايالت له بې ځايه شويو مسلمانو ټولنو سره له تېرو اوو کلونو راهيسې په دوامدار ډول کار کوي.
ورځپاڼه وايي ٢٠١٧ م کال کې حکومت د بې ځايه شويو د پڼغالو تړلو اقدام وکړ او پايله کې يې ١٢٨ زره روهينگيا او کڼ مسلمانان اړ شول چې په ناوړه حالت کې ژوند وکړي.






















