د جي ۲۰ سازمان اقتصاد وزیران د اقلیمي بدلون مبارزې په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي
د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ ۲۰ پرمخ تللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو سازمان ' جي ۲۰ ' د اقتصاد وزیران د جرمني غونډه کې نه دي توانېدلي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لړ کې هوکړې ته ورسېږي.
د بېلابېلو هېوادونو استازو د غونډې څنډه کې ویلي، امریکايی پلاوي په خپل دریځ کې نرمښت نه دی منلی.
د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ اقلیمي بدلونونه ' ټوکې او ټګي برګي ' بولې او په دې باور دی، چې د ځمکې تودوخې خبرې بې بنسټه دي.
نوموړی دغه راز وايي، د ازادانه سوداګراۍ پر ځای د عادلانه سوداګرۍ ملاتړ کوي.
د فرانسې اقتصاد وزیر مایکل سپان له دې کبله ناخوښي څرګنده کړې، چې د نننۍ نړۍ دوه مهمې مسالې ' ازادانه سوداګري او اقلیمي بدلونونه ' په وروستۍ اعلامیه کې نه وو یاد شوي.
د عکس سرچینه، Reuters
په ګډه اعلامیه کې د جي ۲۰ هېوادونو اقتصاد وزیرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو ویلي، په خپل اقتصاد کې د سوداګرۍ رول پیاوړتیا ته ژمن دي.
د امریکا خزانې وزیر سټېو منوچین ویلي، د جي شل سازمان غړي هېوادونه له ازادانه سوداګرۍ ګټه اخلي او له همدې کبله امریکا یو شمېر سوداګریزو هوکړو ته بیا کتنه غواړي.
د جرمني اقتصاد وزیر ولګانګ شوبله بیا د ازادانه سوداګرۍ لړ کې د نظر اختلاف رد کړ.
هغه ویلي، دې کې د بحث ځای نه شته، چې د جي شل سازمان غړي هېوادونه د لوړو سوداګریزو مالیو لګولو سیاست مخالفت کې یوه خوله دي، خو په خبره یې دا معلومه نه ده، چې هر غړی هېواد د ملاتړي سیاست لپاره څه مفهوم لري.
ډونلډ ټرمپ وايي په بهرنۍ سوداګرۍ کې د امریکا 'لومړنی ' سیاست تعقیبوي. نوموړی وايي د چین او جرمني په څېر بهرنیو سوداګریزو ملګرو هېوادونو سره یې د اوسنۍ سوداګرۍ شرایط مناسب نه دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د چاپېریال ساتنې فعالان د جي ۲۰ غونډې په اعلامیه کې د اقلیمي بدلون مبارزې یادوونه نه کول پر شاتګ بولي.
د ولسمشر ټرمپ حکومت دا وروستیو کې د امریکا چاپېریال ساتنې ادارې بودیجې کې له درېیو یوه برخه لږوالی راوستی دی.
تېر کال پاریس کې د نړۍ ۱۹۵ هېوادونه د شین کوریزو ګازونو د کنترول لړ کې هوکړې ته ورسېدل، خو واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو سره داسې اندېښنې راپورته شوې دي، چې له اقلیمي بدلون سره نړیواله مبارزه ښايي پڅه شي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته