امریکا کې مغز خور امېب پیدا شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو فلوریډا ایالت روغتیايي چارواکي وايي، هلته د امیب یو نوی ډول پیدا شوی چې مغز خوري.
د فلوریډا ایالت د روغتیا وزارت ویلي، په هیلزبره سیمه کې یو کس له Naegleria fowleri [هغه چې پر مغز او مرکزي عصبي سیستم برید کوي او د امېب التهاب رامنځته کوي چې د مړینې کچه یې ۹۵سلنه ده] حالت سره مخامخ شوی دی.
دا ډول امېب په یوه حجره کې ځای نیسي چې په عادي لید نه تر سترګو کېږي، خو په دماغ کې سرایت کوي او معمولاً وژونکی دی.
دغه امېب چې تر ډېره په تړمو او خوږو اوبو کې وي، د پوزې له لارې بدن ته ننوځي.
فلوریډا کې د روغتیا وزارت دقیقاً هغه سیمه نه ده مشخصه کړې چې دا پېښه یې پکې موندلې ده. دغه امېب له یوه کس بل ته نه لېږدي.
معمولاً د امریکا په سوېلي ایالتونو کې ساري ناروغۍ راڅرګندېږي، چې فلوریډا کې ډېرې کمې وې او له ۱۹۶۲ کال راهیسې یوازې ۳۷ پېښې ثبت شوې دي.
د دې ناروغۍ احتمالي ناوړه پایلو ته په کتو، روغتیا وزارت د جولای پر درېیمه د هیلزبره سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و.
د روغتیا وزارت چارواکو د سیمې خلک هڅولي وو چې د اوبو له نلونو او نورو سرچینو څخه اوبه پسې ته یونه سي.
همداشان، دغه امېب په سرلوڅو اوبو، لکه سمندر، سېند او ډنډونو کې موندل کېدای شي او د اوړي په ګرمو میاشتو (جولای، اګسټ او سپتمبر) کې یې د پراخېدو امکان ډېر دی.
په Naegleria fowleri د اخته کسانو نښې تبه، بېخودي او کانګې وي، همدا شان ورمېږ یې شخېږي او سردردي ورته پیدا کېږي. زیاتره اخته کسان یوه اونۍ کې مري.

د عکس سرچینه، Getty Images
روغتیا وزارت هغو کسانو ته چې دا نښې لري ویلي چې ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي؛ ځکه چې دا ناروغي په چټکۍ پرمختګ کوي.
د دغه وزارت په وینا "باید پوه یو چې دا یوه کمیابه ناروغي ده چې ډېرې فعالې وقایوي تګلارې ته اړتیا لري."
په امریکا کې له ناروغیو سره د مبارزې او وقایې د مرکز د معلوماتو له مخې، دا نوی امیب په امریکا کې کمساری دی.
په ۲۰۰۹ - ۲۰۱۸ کلونو کې امریکا کې د یادې ناروغۍ ۳۴ پېښې موندل شوې وې.
























