یخنۍ کې ولې ډېرې متیازې کوو؟

بار بار ٹوائلٹ جانے کی ضرورت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، موږ ورځ کې څو ځلې ټټۍ ته ځو، ځواب په دې پورې تړلی چې څومره اوبو یا نور څښوني څښو.

ورځ کې څو ځلې تشې یا متیازې کول نارمل دي، په دې پوهېدل ګران دي، ځکه دا په دې پورې تړلي چې ته څومره اوبه او نور څښونې څښې، کوم ډول څښونې څښې او بل څومره خولې کېږې.

اسپانیا کې د متیازو ناروغیو او یورالوجي ډاکټر بلانکا مډورګا بي بي سي ته وویل، که ورځ کې شپږ اوه ځله او د شپې یو ځل تشې کوې، دا عادي خبره ده.

متیازې ځنډول روغتیا ته تاوان لري؟

موږ څو ځلې ورځ کې ټټۍ یا تشناب ته ځو، په یخني کې تر ګرمي ولې ډېر ځو، ولې هر انسان ته یخني کې ډېرې تشې ورځي.

ډاکټر بلانکا مډورکا وايي، لویه وجه دا ده چې تر ګرمي په سړزي کې زموږ بدن ډېر یخ وي:

"یخني کې زموږ بدن ګورنجېږي (غونجېږي)، پکې د مایعاتو د جمع کېدو وړتیا کمېږي او په دې سبب یخني کې ډېرې متیازې کوو. بل دا چې ګرمي کې ځینې مایعات د خولو په شکل هم بهر کېږي."

یخ کې بهر د تودوخې درجه کمه وي، زموږ د وینې رګونه ګورنجېږي او زموږ بدن هڅه کوي چې مرکزي غړي، زړه او سږي او نور د وینې کمښت سره مخ نه شي، دوی پوټکي ته نږدې وینه د بدن د ننه برخو ته رسوي.

همدا وجه ده چې موږ لاسونو، پښو، پوزه او د بدن نورو بهرنیو برخو کې ډېره یخني احساسوو.

بار بار ٹوائلٹ جانے کی ضرورت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که یخني کې ورزش ته ځې بیا هم ټټۍ ته د تلو خیال در سره ساته.

د ډاکټر پلانکا موډرګا په خبره، زموږ بدن کې د وینې ټوله اندازه هلته وي، خو چې د وینې رګونه تنګېږي، نو وینې ته ځای کم وي، ځکه زموږ رګونو کې د وینې فشار زیاتېږي.

په دغه مهال ډایروسېس عمل پیلېږي یانې متیازې ژر راځي، وجه دا ده چې د وینې لوړ فشار د پښتورګو یا ګردو په ژونکو کې هم فشار زیاتوي، ور سره ګردو ته دا پیغام رسېږي چې د وینې فشار د نارملېدو لپاره بدن کې بې ضرورته مایع بهر کړي.

کله چې پښتورګو ته پیغام ورسېږي چې بې اړتیا مایع لرې کړي، نو موږ ټایلېټ یا ټټۍ ته منډه کړو.

ډاکټر بلانکا مډورګا وايي، که زموږ د بدن هغه غړي چې متیازې پکې ټولېږي، بېلډر یا سپوخت (مثانه) روغ رمټ وي، نو له تشو کولو لږ وروسته بیا ټټۍ ته د تګ اړتیا نه وي، خو د ځینې خلکو سپوخت له دود ډېر کار کوي یا ډېر فعال وي، ځکه دا ډول کسان لږ وخت وروسته بیا ټټۍ ته ځي، خو بیا هم ډاډه نه وي.

وجه دا ده چې د سپوخت (سپوخڅه) شاوخوا غړي یې خپله تنګېږي، ځکه کله چې موږ کوم شی څښو، یا یخني وي نو دا غړي نارادي ګورنجېږي.

ځینې ښه عادتونه

بار بار ٹوائلٹ جانے کی ضرورت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا روغتیا داره وايي، په دې فکر هم ټټۍ ته مه ځې ښايي تشې به درغلې وي.

ډاکټر بلانکا مډورګا وايي، که څه هم یخني کې تشې ډېرېږي، خو بدن کې د اوبو د کمښت لرې کولو لپاره ډېر څښاک ضروري نه دی.

ځکه کارپوهان وايي، سړزي کې د ورځې له دوو تر دوه نیم لېتره اوبو وڅښو.

بدن کې د اوبو مناسبې اندازې ساتلو سره باید موږ د خپلې مثانې خیال هم وساتو.

په دې برخه کې مهمه خبره دا ده چې یوازې دې سوچ سره هم ټټۍ ته لاړ نه شو چې ښايي تشې راغلې وي، ځکه داسې کولو سره زموږ سپوخت یا مثانه کې د متیازو کنټرولولو وړتیا کمېږي.

ځکه کوښښ پکار دی چې ټټۍ ته هغه وخت لاړ شو چې سپوخت مو ډک شوی وی.

خو ډاکټر مډرګا دا هم وايي چې د شپې تر ویدېدلو مخکې سپوخت تشول کوم تاوان نه لري.

بیا بیا د تګ نه کولو لپاره وړاندیز دا دی چې د تشو پر مهال بیړه ونه کړئ او سپوخت ته موقع ور کړئ چې پوره تش شي، ځکه که بیړه کوئ، نو سپوخت پوره نه خالي کېږي او د تشو نظام پړسېږي یا عفونت پیدا کوي.