تر ناوخته کار د دماغي‌ حملې سبب کېدلی شي

تر ناوخته پورې بوختیا

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړونکي وايي، تر ناوخته پورې د کار کولو او د دماغي سکتې تر منځ تړاو په ډېرېدو دی. د فرانسوي ماهرینو په دغه څېړنه کې تر ناوخته پورې کار کول د ورځې تر لسو زیاتونو ساعتونو پورې داسې کار ته ویل شوي چې په یوه کال کې لږ تر لږه پنځوس ورځې وشي.

څېړونکي وايي، د هغو کسانو لپاره دا خطر خورا زیات دی چې تر لسیزې یې هم ډېره موده تر ناوخته پورې کار کړی وي.

خو په برتانیا کې د دماغي سکتې مخنیوي ماهرینو ټولنه بیا وايي، د مناسب خوراک او ورزش په ګډون داسې ډېر څه شته چې خلک یې له دماغي حملې د ځان ژغورنې لپاره کولای شي.

د انګیرس پوهنتون او د فرانسې روغتیا ملي انسټیټیوټ دغه څېړنه پر نژدې ۱۴۳ سوه زره بالغو کسانو د تمباکو استعمال، عمر او تر ډېره کار کولو ته په پام سره شوې ده.

د امریکا زړه ناروغیو مخنیوي ټولنې په ژورنال کې د دغې څېړنې لیکونکو ویلي، هغه کسان چې تر ناوخته کارونه کوي، د دماغي سکتې له ۲۹ سلنه لوړ خطر سره مخامخ دي او هغه چې تر لسیزې زیات له دغسې معمول سره کار کوي د دماغي حملې له ۴۵ سلنه لوړ خطر سره مخامخېږي.

هغه کسان بیا په دې پایلو کې شامل نه دي بلل شوي، چې یا پرې مخکې دماغي سکتې حمله شوې او یا نیمايي ورځ کار کوي.

ډاکټر الیکسیس ډیسکاتها چې د دغې څېړنې مشرې یې کړې وايي:

''هغو کسانو کې د دماغي سکتې حملې او تر ناوخته د کار کولو تړاو ډېر لیدل شوی، چې عمرونه یې تر ۵۰ کلنۍ پورته وو، دا پایله د تمې خلاف ده او د لا ډېرو معلوماتو لپاره نورې څېړنې ته اړتیا لري. ''

نوموړی داسې مشوره ورکوي:

''د یوه روغتیا پال په حیث به خپلو ناروغانو ته مشوره ورکوم چې په ګټوره توګه کار وکړي او خپله هم پلان لرم چې دغه خپله مشوره عملي کړم. ''

دغه څېړنه کې د لاملونو پر ځای شمېرو ته پام شوی دی، خو ځینې نورو څېړنو کې بیا ویل شوي چې د خپلو کاروبارونو څښتنان، د ادارو مشران او مدیران تر ناوخته پورې د کار کولو له کبله د هغو پرتله چې له دندې سره تړلي جنجالونه لري، یا د شپې او ورځې بې ترتیبه کار کوي، ډېر نه دي اغېزمن شوي.

برتانیا کې د زړه حملې مخنیوي څېړنیزې ادارې مشر ډاکتر ریچارډ فرانسس وايي:

''داسې ډېرې اسانه چارې شته چې که ویې کړو، تر ناوخته پورې د کار کولو په صورت کې مو هم له دماغي حملې سره د مخامختیا خطر کموي. ''

نوموړی زیاتوي:

''مناسب او صحي خواړه، د ورزش لپاره وخت پیدا کول، له سګریټو څکولو ډډه کول او مناسب خوب داسې څه دي چې د روغتیا ښېګړه کې ډېره مرسته کوي. ''