د روباټ سلمه کلیزه؛ له تخیل تر ریښتوني ژوند

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
- Author, هادي کیکاووسي
- دنده, خبریال
هغه روباټ چې سل کاله مخکې چاپک په ډرامه کې وپنځاوه د هغې نادودې ښکارندې یا پدیدې دا بوږنوونکی او روښانه واقعیت بیانوي چې په یو ډول د انسان ماشیني کېدلو تاریخ او له موږ سره ژوند کې د روباټونو استوګنېدل دي او چاپک هڅه وکړه دا هرڅه په ساده او روښانه ژبه ووايي.
د چک لیکوال کافکا د "مسخ" کیسې له خپرېدو پنځه کاله وروسته او پر ۱۹۲۰ کال د هغه وطنوال کارل چاپک د "روباټ" په نوم کرکټر وپنځاوه.
د هغه ډرامه "روسوم روباټسازۍ شرکت" کې مسخ شوی انسان دا ځل د خځنده په ځای په میکانیکي انسان بدلېده؛ د انسان د سترو هیلو خدمت کې مصنوعي انسان چې د هغه د سوکالۍ او پرمختګ لپاره پنځېدلی دی.
روباټ له کومه شو؟

د عکس سرچینه، SCIENCE MUSEUM
روباټ چکي ژبه کې "بې مزده کار" ته وايي او د غلامۍ او بېګارۍ مانا لري. له هغه راهیسې چې چاپک دا کلمه وپنځوله تراوسه په دې ماشینونو کې ډېر بدلون راغلی دی.
پر ۱۹۲۸ کال او د هغه له دې کلمې پنځولو وروسته ویلیم ریچرډز او البرټ هربرټ رېفېل روباټ له کتاب ویوست او د هغه ریښتونې بڼه یې جوړه کړه.
د دې روباټ نوم اریک و او ګوته په شمېر پاتې انځورونه یې لندن کې ډېرو خلکو ته د وینا په مهال ښيي.
لندنیان چې تازه یې د چاپک دا ډرامه لیدلې وه، دې کلمې په تېره پر سینه یې (R.U.R) عبارت سخت اغېزمن کړي وو چې د روسوم روباټسازۍ شرکت ډرامې مخفف و.
اریک له المونیم جوړ و او درېدلی او لاسونه او سر یې ښورولی شو. دغه برخه کې د روباټ فعالیت د وختېري اړخ درلود او پېچلی فعالیت ور سپارل شوی نه و.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او پر ۱۹۴۵ کال جورج ډیوول د انسان ژوند سره تړلي لومړني روباټ پر جوړولو بریالی شو؛ داسې روباټ چې نړۍ کې یې د ګاډو جوړولو ډګر کې بدلون راوست.
د نړۍ د روباټپوهنې پلار جورج ډیوول په دې جوړښت سره روباټونه له وختېري بهر او د انسان ورځنیو چارو کې ښکېل کړل.
د نړۍ روباټانو یو شئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسوم نړیوال روباټونه ډرامه پر ۱۹۲۰ کال خپره شوه او ګام په ګام یې د ټولې اروپا د تیاتر تالارونو ته ورسېده.
د چاپک علمي تخیلي میلو ډرام دریو کلونو کې په دېرشو ژبو وژباړل شوه او روباټ کلمه یې د نړۍ قاموس ته ننويسته.
د دې څلورو پردو ډرامې پېښه پر ۲۰۰۰ کال په داسې خیالي ټاپو کې پېښېږي، چې د انسان ډوله روباټونو د جوړولو کمپنۍ پکې ده.
د روسوم په نوم پوه له وراره سره یو ځای مصنوعي انسان پنځولو ته لاس اچوي. د دې پنځولو موخه کې روباټ د انسان ځایناستی کول وي؛ ارزان کارګر چې بشري اړتیاوې لکه خوړل، څښل او مینه نه لري.
دا چې دې مصنوعي انسانانو انساني روح نه درلود، نو سرکښي یې هم نه کړه او که یې سرکښي کوله نو تر پرېس الې لاندې کېدل. د یوه پوه په لاس دې اوسپنيز جسم ته روح زیاتولو سره دوی د شرکت ضد پاڅون کوي او دا عمومي بلوا ټوله نړۍ کې وي. روباټان په اعلامیه کې د نړۍ روباټانو ته انسان خپل دوښمن بولي او ټینګار کوي چې دوی تر انسان ډېر پوهېږي.
د ډرامې وروستۍ پرده کې انسان د خپل لاس جوړ موجود په لاس له منځه ځي او یوازې دوه کسان خوندي پاتېږي؛ هغه پوه چې د روباټانو پلوی وي او بل هغه ښځه چې پر پریموس- لومړني- سمبولیک روباټ یې زړه بایللی وي.
د دې دوو اړیکه هم موږ نوې نړۍ کې د لومړني ادم او حوا کیسې ته رسوي.
اروپا کې د فاشېزم اوڅارېدو وړاندوینه

د عکس سرچینه، Getty Images
د چک لیکوال ایوان کلیما د روسوم روباټسازۍ شرکت ډرامې په انګرېزي چاپ سریزه کې د دې اثر له لیکلو د چاپک موخه د هغې پوښتنې پورته کول بولي چې د نړۍ د نوي تاریخ موضوع ده؛ دا انقلابي پنځونه به پر انسانیت څه اغېز وکړي.
د چاپک اصلي اندېښنه پر انسان د روباټ بدلېدل نه وو، بلکې ګام په ګام پر بې روحه او له نااړینو ځانګړنو پرته روباټونو د انسان تدریجي بدلېدل وو. تش انسان چې کارل چاپک یې د نوم اېښودو لپاره کلونه وخت تېر کړ.
هغه پر ۱۹۳۳ کال په چکۍ رسنۍ ـ Lidové novinyـ کې لیکي، اول یې غوښتل د ډرامې د مصنوعي انسانانو نومونه "ازمایښتي" کېږدي، خو له خپل ورور او انځورګر جوزف سره تر مشورې وروسته یې روباټ کلمه جوړه کړه.
د روباټ زېږون له داسې ماشینيتوب سره هممهال وو چې فاشېزم د بشر ژوند ته ګډېده. ورپسې کلونو کې دا وړاندوینه د روباټ جوړولو ډګر او پر هغه د کارګرو له بدلېدو نوره هم پراخېږي او خطرناک نېشنلېزم په نښه کوي چې د چک له پولو بهر یې اروپا ته کمین نیولی و. ځکه دې ډرامه کې د انسان وروستیو مرګونو شېبو کې پوهان د ملي روباټ جوړولو نظریې ته رسېږي. مختلفو ژبو او رنګونو کې ځايي روباټونه یو بل سره ځان پردی بولي او یو بل نه درکوي.
کوچني ورانپوهاوي یا سوتفاهم سره روباټونه د یو بل ضد ولاړېږي او په دې ډول ټول روباټونه له نورو روباټونو کرکه پیدا کوي.
پایله ده چې د بابل دې برج کې به یووالی نه جوړيږي او په بلوا به پای پای ته رسېږي. داسې وضعیت چې ډرامه کې نه دی پېښ شوی، خو ریښتونې نړۍ کې شته چې د نازي جرمني په پارونو دویمه نړیواله جګړه پېښږې او په واقعیت بدلېږي.
هغه لیکوال چې د انسان حذفېدو ته اندېښمن و

د عکس سرچینه، Getty Images
کارل چاپک یوازې د علمي تخیلي کیسو لیکوال نه دی، هغه داسې هرکاره لیکوال بلل کېږي چې د انساني روح مختلف اړخونه روښانېدل یې غوښتل. سیاست، ټولنه، پوهه، بڼوالي، اټومي وسله، پولیسې کیسې او د ماشومانو کیسې یې دې برخه کې پورته کړي ګامونه دي.
ټولو اثارو کې یې دا هدف څاره؛ هیلې ته د رسېدو حل لار موندل. هغې هیلې ته چې د مخ پر وده فاشیزم سیوري لاندې د هغه وخت اروپا کې پیکه کېده.
چاپک پر دې نظر د ټینګار له امله د کافکا خلاف- چې له ورکنومۍ یا ګمنامۍ شهرت ته ورسېد- له شهرت کرکې او نوم ورکۍ ته ټېل وهل شو. په دې سبب د روسوم روباټسازۍ شرکت ډرامې وړاندې کول او چاپول تر کلونو په چک کې منع و.
د کمونېست ګوند چارواکو د نوموړي د اثارو خپرول نه غوښتل. چاپک د ۱۹۲۴ کال ډسمبر کې د یوې لیکنې- "ولې زه نور کمونېست نه یم"- خپرولو سره د ګوند له ډېرې غوسې سره مخ او د ملي لیکوالو ډګر نه ګوښه کړل شو.
هغه چې د بې وزله او کاګرو ډله کې ولاړ و په لیکنه کې یې پر ګوند له نه باور پرده پورته کړه او هممهال یې پر کمونېزم او کپيټلېزم برید وکړ او تورن یې کړل چې پر غلام او روباټ د انسان بدلول غواړي. په ۳۰ لسیزه کې اروپا کې د فاشېزم پراخېدو او د نازي جرمن د ګواښ په هکله د نوموړي وړاندوینې سبب شوې چې هغه د ګشتاپو نوملړ کې واچول شي.
ګشتاپو د چاپک د لیکنو له امله نوموړی د خلکو دویم نمبر دوښمن وباله. نازي جرمن چې چکسلواکیا ونیوه، نو څو میاشتې وروسته ګشتاپو د چاپک نیولو هڅه وکړه، خو خبر نه وو چې څو میاشتې مخکې او ورکنومۍ کې له ذات الریه ناروغۍ مړه شوی دی.
د نوموړي له مرګ یوه میاشت وروسته او د ۱۹۳۸ کال فبرورۍ کې بي بي سي تلوېزون د نوموړي د ډرامې اقتباس انځور کړ. دا اول ځل و چې تلوېزون کې علمي تخیلي پروګرام جوړېده. چاپک اوه ځلې نوبل جایزې ته نوماند شوی، خو ګټلې یې نه ده.
























