کاپ ۲۸؛ 'زما دین د چاپېریال ساتنې الهام راکوي'

د عکس سرچینه، AMIRAH IQBAL
- Author, تانیا سنګا
- دنده, بي بي سي اسیايي شبکه
ایا ستاسې دین/مذهب پر دې اغېز لرلی شي چې څنګه تاسو د اقلیمي بدلون په اړه احساس لرئ؟
ډېری موافق دي چې د ځمکې ساتنه د هر انسان مسؤلیت دی چې چاپېریال ته راتلونکي اوښتونکي زیانونه کم کړي، خو ځینې کسان بیا تر دې لرلید لري.
ایمان او باور او دا چې څنګه یې تاسو عملي کوئ، په ژوره توګه شخصي څیزونه دي، خو ځینې خلک وايي د ځمکې د کرې ژغورل د دوی د مذهبي/دیني دندې یوه برخه ده.
په داسې حال کې چې د نړۍ مشران او استازي په دبۍ کې د کاپ ۲۸ اقلیمي بدلون سرمشریزه کې راغونډ شوي چې چاپېریال ته د راتلونکو زیانونو محدودولو پر سر بحثونه او ممکنه لارې چارې ورته ولټوي، د بي بي سي اسیا برخې له ځینو مسلمان، هندو او سیک کمپاینکوونکو سره خبرې کړې چې ومومي ایا د دوی ایمان او باور دوی ته څه ډول لارښوونه کوي.
"خدای انسانان پر ځمکه خلیفه ګان خلق کړي"
د امیره اقبال په وینا، هر ځل چې مسلمانان لمونځ کوي، دا له طبیعت سره یو ډول تړاو دی.
دا د مسلمانانو د ورځې پنځه وخته لمنځونو ته په اشاره – چې د ورځې پرمختګ ورسره تړلی دی، وايي: "تاسې د لمر چورلېدل/تاوېدل څارئ".
"همدا کوچنۍ یادونه وه چې زه یې سوچ کولو ته اړایستم. واو، زما لمنځونه خورا ډېر له لمر او طبیعت سره تړلي دي".
دا د اسلامي چاپېریالي خیریه ټولنې IFEES (د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي علومو لپاره د اسلامي بنسټ) ۲۵ کلنه رضاکاره او د Two Billion Strong په نامه کمپاین مخته وړي.
دغه سازمان د نړۍ په لر و بر کې مسلمانان د اقلیم د بې عدالتیو په اړه بحث او شراکت ته وربولي. اغلې اقبال وايي، ډېری کارونه یې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د متن د لارښونو پر بنسټ په الهام اخیستو پیل کړي.
دا وايي: "هوډ مې وکړ چې قرآن کریم ته مراجعه وکړم او د طبیعت په اړه ټول ایاتونه په نښه کړم".
"زه یوه داسې ځای ته ورسېدم چې فکر مې کاوه نوره باید همدلته تم شم؛ ځکه چې پر ډېری یې باید لا نوره رڼا واچوم.
"خدای ویلي چې پر ځمکه خلیفه پیدا کوي. او زموږ دنده دا ده چې د طبیعي سرچینو په مدیریت کې مسؤلانه عمل وکړو".
امیره وايي: "موږ د اوږدمهال لپاره دلته نه یو راغلي"، نو مهمه ده د ځمکې کُره "تر هغه په لا غوره حالت کې پرېږدو" چې ورته راغلي یو.
"زما دین د چاپېریال ساتنه ده"

د عکس سرچینه، AVNISH THAKRAR
اونیش تاکرار داسې انګېري چې هندو عقیده یې د چاپېریال له ساتنې سره تړاو لري.
دی وايي، د هندو دین دوه اساسي اصول دي، چې یو یې دارما- یعنې زموږ د کړو وړو له لارې ټولو ژوندیو موجوداتو ته د سولې ټینګښت او همغږي ده او بل اهیمسا – یعنې د حد اقل ضرر لپاره هڅه ده.
دی وايي: "له دې کبله که موږ له دارما او اهیمسا سره ژوند وکړو، زموږ لپاره په طبیعي توګه د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی رامنځ ته کېږي."
دغو لارښوونو د اونیش د ژوندانه پر بڼه اغېز لرلی دی. دی د سبزي خورو غذايي رژیم تعقیبوي، له الکترونیکي ګاډي ګټه اخلي او پخپل کور کې یې شمسۍ لګولې دي.
دی د هندوانو د اقلیمي بدلون په باب د عمل ګروپ ملي همغږی کوونکی دی او دی د اقلیمي بدلون په اړه د هندویزم د لیدلوري په اړه ورکشاپونه جوړوي.
دی وايي: "د هندوانو لپاره موږ باید د څارویو، سېندونو، سمندرونو او غرونو هوساینې ته پام وکړو".
"موږ غواړو چې هر څه وده وکړي او خوشاله او همغږي وي".
"موږ باید د ټولو ژوندیو څیزونو درناوی وکړو"

د عکس سرچینه، AMANDEEP MANN
اماندیپ کاور مان داسې انګېري چې له معاصرو عصري مسلو سره د مذهبي باور د معیارونو تړاو پیدا کول مهم دي.
دا د Eco Sikh UK په نامه له بنسټګرانو یوه ده چې له چاپېریال سره د مرستې په پار د سیک مذهب له لارښوونو ګټه اخلي.
ددغه بنسټ وېبپاڼې د سیکانو د لومړني اساسي قانون د ګورو نانک دیو جي یو قول رانقل کړی چې وايي: "هوا زموږ ګورو دی، اوبه مو پلار دی او ځمکه مو مور ده".
اماندیپ له دې ټکو ډېر څه اخلي.
دا وايي: "د سیک مذهب له لویو زدکړو یوه یوه هم یووالی دی. په اصل کې یې معنا دا ده چې خدای، ځواک او خلقت د هر موجود د ننه موجود دی."
"موږ د ټولو ژوندیو څیزونو احترام ته اړتیا لرو. موږ باید طبیعت وساتو ځکه چې موږ ته ډېر څه راکوي".
په پایله کې، اماندیپ هڅه کوي د ونو د کېنولو او چټلیو/کثافاتو راغونډولو له لارې لا ډېر خلک طبیعت ته راجب کړي.
"سیوا" چې د بېغرضه (فداکارنه) عمل ترسره کولو په معنا دي د سیکانو په باور کې لوی رول لري.
دا وايي: "کله چې موږ ټول سره راغونډېږو چې دغه "سیوا" ترسره کړو، نو د ډېرې خوشالی احساس کوو".

























