تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مودي ټول هند ته یو شان مدني قانون جوړوي، هندي مسلمانان یې د اساسي قانون خلاف عمل ګڼي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون د ټول هېواد لپاره د یوه مدني قانون د رامنځته کولو غږ وکړ. ده وویل هغه کسان چې د ټولو هندیانو لپاره د یوه مدني قانون سره مخالفت کوي خپله سیاسي اجنډا د هېواد پر پرمختګ غوره ګڼي.
نریندرا مودي مدهیا پرادیش ایالت کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال وویل د هند مسلمانان باید پوه شي هغه کسان چې دوی یې هڅوي څوک دي؟ مودي خپل سیاسي مخالفین تورن کړل چې ګواکې د خلکو د رایو د تر لاسه کولو لپاره یې د ټول هېواد د وګړو لپاره د یوه مدني قانون په مخالفت کې غږ پورته کړی.
اوس په هند کې د څه باندې دوه سوه میلیونه مسلمانانو په ګډون د بېلابېلو مذهبي لږکیو د جایدادونو د مالکیت، واده او نورو اړونده مسلو په اړه ځانګړې مدني قوانین پلي کیږي.
په ۱۹۳۷ کال کې چې کله هند د بریتانیا مستعمره وه د مسلمانانو لپاره د شخصي احوال قانون جوړ شوی و.
مسلمانان کولی شي تر څلورو مېرمنو ولري، ځینو نور مذهبونو کې هم یو څوک له یوې زیاتې مېرمنې لرلی شي، خو هند کې د اکثرو مذهبي ډلو پلویان اجازه نه لري له یوې زیاتو مېرمنو سره واده وکړي.
یو مدني قانون په دې معنی دی چې د هند د ټولو وګړو – له هرې مذهبي ډلې سره چې تړاو ولري – شخصي احوال لکه واده، میراث، طلاق او نورې مسلې به د یوشان احکامو له مخې فیصله کېږي.
د هند مسلمانان وايي دا ډول یو قانون رامنځته کول د اساسي قانون خلاف عمل دی. د دې طرحې نور مخالفین بیا وايي سخت دریځي هندوان د دې تر شا لاس لري او ادعا کوي چې داسې یو قانون برابرښت رامنځته کوي.
څو اونۍ وړاندې د هند د قانونو کمیسیون د یوه مدني قانون په اړه د خلکو او مذهبي ډلو د نظر معلومولو لړۍ پيل کړه.
څلور کاله وړاندې هم ورته هڅه شوې وه، هغه مهال د دې کمیسیون پرېکړه کې ویل شوي وو چې یو مدني قانون نه څوک غواړي او نه یې اړتیا شته.