وروستی, د جګړې اوومه ورځ: پر ډیورنډ کرښه کورنۍ کډې کولو ته اړ کېږي
پر ډیورنډ کرښه مېشتو یو شمېر کورنیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د درنو توپچي بریدونو او چاودنو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته فکر کوي، ځکه د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ جګړه نن د چهارشنبې پر ورځ اوومې ورځې ته ننوته.
د پښتونخوا ځينو اوسېدونکو ویلي چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه په ماښامونو کې پیلېږي، چې له امله یې د دوی کورونه د اور پر کرښه راځي. دا نښتې ډېر وخت د لمر پرېوتو پر مهال وي، کله چې کورنۍ د روژې میاشتې روژه ماتوي.
د تورخم دروازې ته نږدې د لنډي کوتل یوه اوسېدونکي، فرید خان شینواري رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د ورځې پر مهال بشپړه چوپتیا وي، خو هرکله چې موږ د روژه ماتي لپاره کښېنو، دواړه لوري پر یو بل د توپونو ډزې پیل کړي." هغه زیاته کړه: "موږ په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپله روژه ماتوو، ځکه هیڅکله نه پوهېږې چې کله به کومه مرمۍ ستا پر کور ولګېږي."
د دغه ښارګوټي او نږدې کلیو اوسېدونکو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ډېر خلک یې د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
د کرښې بلې خوا ته، هم د نښتو او له خپلو کورونو د کورنیو د تېښتې ورته کیسې شته. په سلګونو کسان په دښته کې تر خیمو لاندې بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې نور بیا هیڅ پناه ځای نه لري. چارواکي وایي شاوخوا ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوې دي.
د ۲،۶۰۰ کیلومتره (۱،۶۱۵ میله) اوږدې کرښې په اوږدو کې جګړه تېره یوه اونۍ کله کمه او کله زیاته شوې ده. دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي او په جګړه کې یې پرمختګ کړی دی. بي بي سي نه ده توانېدلې د دغو تورونو خپلواک پخلی وکړي.
د چهارشنبې په ورځ دواړو هېوادونو د درنو ډزو د تبادلې راپور ورکړی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې طالب ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه را غورځولې او اووه سرحدي پوستې یې نیولې دي.
د وزارت یوه ویاند وویل چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي، او ۱۲۳ نور ټپیان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د ۴۲ کسانو مړینه ثبت کړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ دواړه شمېرې رد کړلې او ویې ویل: "پاکستان ډېر احتیاط کوي چې یوازې ترهګر او د هغوی ملاتړي تاسیسات په نښه کړي. هیڅ ملکي ځای نه دی نښه شوی."