BBC News, پښتو - کور پاڼه

ژوندۍ پاڼه,
پزشکیان ګاونډیو هېوادونو ته: ایران د امریکا-اسرائیلو بریدونو ته له غبرګون پرته بل 'غوراوی نه' لاره

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې ایران ته د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په وړاندې ځواب ورکول لازمي وو. بله خوا، رویټرز خبري اژانس د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي د هند سمندر کې د امریکا پوځ یوه اوبتل برید کې د ایران 'دنا' نومې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي. همدارنګه، پر ایران د امریکا او اسرائیلو سخت بریدون روان دي او سیمه کې پر بېلابېلو هدفونو د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي.

مهم خبرونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟

    د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی‌.

  • امریکا او اسرائیل څنګه وتوانېدل د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌اي په نښه کړي؟

    هغه برید چې د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه‌اي ژوند یې پای ته ورساوه، لکه څنګه چې تمه کېده په نیمه شپه نه، پر رڼا ورځ وشو. لامل یې دا و چې امریکا او اسرائیلو پریکړه وکړه، له هغو خورا مهمو استخباراتي معلوماتو ګټه پورته کړي چې له برید څو ساعته وړاندې ورته رسېدلي وو. دواړه هېوادونه له میاشتو راهیسې د لوړپوړو ایراني څېرو د غونډې لپاره د مناسب فرصت په تمه وو. دوی پوهېدل چې خامنه‌اي به د شنبې پر سهار د تهران په مرکز کې په خپله استوګنیزه ودانۍ کې وي. همدارنګه دوی د نورو لوړپوړو پوځي او استخباراتي شخصیتونو له موقعیت هم خبر وو چې هم مهاله یې غونډه لرله. د امریکا او اسرائیلو لخوا د میاشتو راهیسې د ستر مذهبي مشر ناسته ولاړه څارل کېدله. که څه هم کره او دقیقې کارول شوې لارې پټې ساتل شوې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې ورته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه ونشو کولای زموږ له استخباراتي ادارو او خورا پرمختللو څارونکو سیسټمونو وتښتي." ښايي دا معلومات له انساني سرچینو ترلاسه شوي وي، خو ډېره شونتیا شته چې دا د ایراني چارواکو تخنیکي څار(ټرکینګ) وي.

  • د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي اته لسيزې ژوند

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې. خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.

  • د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه

    په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۴ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي