تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مودي د نړول شوي بابري جومات پر ځای د "رام مندر" د بنسټ ډبره کېښوده
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د چارشنبې پر ورځ په شمالي ایودیا ښار کې د پخواني بابري جومات پر ځای د "رام مندر" په نامه د هندوانو د عبادتځي د بنسټ ډبره کېښوده. پر دې ځای اباد لرغونی بابري جومات په ۱۹۹۲ کال کې د سخت دریځو هندوانو لخوا نړول شوی و.
هند کې سخت دریځې هندو مذهبي ډلې او سیاستوال په دې باور دي چې د هندوانو یو مهم بګوان "رام " پر همدې ځای زېږېدلی و، او بابري جومات هم د مندر پر ځمکه جوړ شوی و.
د هند مسلمانانو او هندوانو له تېرو څو لسیزو راهیسې پر دې ځای د ملکیت دعوه درلوده. خو تېر کال د هند سترې محکمې دا ځمکه هندوانو ته ورکړه او دا لانجه یې حل وبلله.
سترې محکمې همدا راز د ښار په یوه بله برخه کې مسلمانانو ته د جومات جوړولو لپاره جلا ځمکه ورکړه.
لومړی وزیر په داسې حال کې د دې مندر د بنسټ ډبرې اېښودو ته ورغلی و چې په هند کې د کورونا وېروس وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
ښاغلي مودي په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د رام مندر ځمکه بلاخره ازاده شوه او ډېر ژر به هلته د رام بګوان لپاره یو نوی کور جوړ شي.
د هندي مسلمانانو او پاکستان غبرګون:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د حکومت دا ګام غندلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، د نړول شوي جومات پر ځمکه مندر جوړول د "تش په نامه هندي جمهوریت" پر څېره تور داغ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په هند کې لږکي، په ځانګړې توګه مسلمانان په نښه کېږي او د دوی عبادتځایونه په دوامداره توګه ورانېږي.
د هندي مسلمانانو ګوند "اتحاد المسلمین" مشر او د پارلمان غړي اویس الدین قریشي هم د هند د حکومت دا ګام غندلی دی.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه د بابري جومات له یو عکس سره لیکلي، "بابري ژوندی و، ژوندی دی او ژوندی به وي".
ښاغلي قریشي ویلي، لومړي وزیر د دې مندر د بنسټ ډبرې په اېښودو سره د هند اساسي قانون او خپله لوړه کې کړې ژمنه ماته کړې.
د بابري جومات او رام مندر قضیه له څو لسیزو راهیسې په هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تاوتریخوالي او عدالتي ناندریو لامل وه.
په هند کې واکمن ګوند "بي جې پي" تل په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ټینګار کړی و چې د بابري جومات پر ځای به رام مندر بېرته ابادوي.
څه موده وړاندې د هند د لرغون پېژندنې ادارې وویل، د دوی څېړنو ښودلې ده چې د بابري جومات بنسټونه په اسلامي بڼه نه وو جوړ شوي، او دا ثابتوي چې پر دې ځمکه یو مهال د هندوانو مندر اباد و.
د یادې ادارې له همدې رپوټ وروسته د هند سترې محکمې دا ځمکه بېرته هندوانو ته وسپارله او هلته یې د مندر جوړولو لپاره د یو بنسټ رامنځته کولو امر هم وکړ.