د ایران او سعودي ترمنځ اونۍ کې د دریو الوتنو غوښتنه شوې

د ایران رسمي خبري اژانس (ارنا) د دغه هېواد د پراختیايي چارو وزیر مهرداد پذرباش له خولې ویلي، د سعودي ملکي هوايي ادارې له خپل ایراني سیال نه رسماً په اونۍ کې د دریو الوتنو ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حج پخاطر هم د معمول مطابق الوتنو په باب خبره شوې ده.
ایراني وزیر ویلي، دا غوښتنه د ریاض او تهران ترمنځ د سیمه ییزو دیپلوماتیکو اړیکو د رغاونې او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ له دیپلوماتیکو اړیکو پیلېدو وروسته شوې ده.
ټینګار پر دې شوی چې د ایران ملکي هوايي چلن به تر خپله وسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو الوتنو د اسانچارۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
د ارنا د رپوټ له مخې، تهران او ریاض د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ټیکنالوجۍ او علومو برخه کې هم د اړیکو د ټینګښت لپاره لېواله دي.
ریاض او تهران تېره میاشت د چین په منځګړتوب د دیپلوماتیکو اړیکو په بېرته پیلولو و د سفارتونو په بېرته پرانیستلو هوکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
نیابتي جګړه
دغو هېوادونو په ۲۰۰۱ او ۱۹۹۸ کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ټیکنالوجۍ، لوبو او ځوانانو په برخو کې هوکړې لاسلیک کړې وې.
سعودي عربستان اوه کاله مخکې وروسته تر هغه له ایران سره دیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل چې د یوه سعودي مېشت شیعه مذهبي مشر نمر النمر تر اعدامولو وروسته قهرېدلو لاریونیانو تهران کې د سعودي پر سفارت برید کړ.
له هماغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا روانه وه.
سعودي عربستان چې په سیمه کې ځان تر ټولو قوي سني اسلامي قوت ګڼي او ایران ځان ته یو ځواکمن شیعه ځواک نسبت کوي، له لسیزو راهیسې پر سیمه د خپل واک او ځواک ډېرولو په سیالۍ کې دي.
خو په وروستیو کلونو کې په منځني ختيځ کې د نیابتي جګړې له کبله دواړوه هېوادونه لا ډېر ترینګلي حالت ته رسېدلي دي.

























