فرانسه کې په کانتېنر کې ژوندۍ موندل شوې ښځې بېرته خپلو هېوادونو ته شړل کېږي
د عکس سرچینه، Getty Images
په فرانسه کې ځايي چارواکي وايي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوې لارۍ په باډۍ یا کانتېنر کې له موندل شویو شپږو ښځو یې څلور باید په ۳۰ ورځو کې دننه له دغه هېواده وایستل شي.
باور دا دی چې دغه ښځې بریتانیا ته د اوښتو په تکل په لارۍ کې سپرې وې چې د بندې هوا له کبله د ساه اخیستنې له ستونزې سره مخ شوې وې.
د لارۍ له باډۍ یوې د بي بي سي خبریالې خیو بيلو ته په ټلیفون خپل حال ویلی و او هغې پرې د فرانسې پولیس خبر کړي وو چې ویې ژغوري.
له دوی یې څلور د وېتنام او دوه د عراق دي. خو مالومه نه ده چې کومې څلور به بېرته ډېپورټ یا خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.
دوو یې په فرانسه کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې چې د یوه څارنوال په وینا، ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
یو ځايي څارنوال وايي چې د ایرلنډ اسناد لرونکي ټېلر کې سپرې دغه ښځې بریتانیا ته د تلو په تکل وې خو په اصل کې دې لارۍ د فرانسې ډنکېرک ته کېلې وړلې او بیا له هغه ځایه اېټالیا ته تله.
"موږ سره مرسته وکړئ"
دغه ښځې هله وارخطا شوې وې چې په خپلو موبایلونو کې لوکېشن یا د ځای ځایګي مالومولو سیسټم ورته ښکاره کړې وه چې ټېلر یا لارۍ په کومه بله خوا روانه کړې ده.
د دوی ساه په بندېدو وه او یوه ښځه په دې توانېدلې وه چې د بي بي سي خبریاله خیو بيلو خبره کړي او خپل حالت ورته بیان کړي. اغلې لو بیا فرانسوي چارواکي پرې خبر کړي وو.
د لارۍ ډرایور په اړه هم ویل کېږي چې په باډۍ کې د یو چا د غږېدو غږ شکمن کړی و چې ښايي څوک پکې پټ وي.
څارنوال ویلي چې موټروان وروسته خپل ټېلر درولی و او پولیس یې خبر کړي وو چې تر پلټنو وروسته یې په لارۍ کې یوه یخچالي کانټېنر کې شپږ ښځې وموندلې.
د دغه کانټېنر د سړوښې درجه ۶ سانتی ګراده وه او چاواکو ویلي چې د شپږو واړو ښځو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
که څه هم موټر چلوونکی د ښځو په موندل کېدو سره په پیل کې نیول شوی و خو څارنوال ویلي چې پر هغه د کوم جنايي جرم شک نه لري.
د بي بي سي خبریاله خیو بيلو وايي، تېره چهارشنبې له یوې نا اشنا شمېرې زنګ ورته راغی او د "بېړنۍ" مرستې غوښتنه ترې وشوه.
وروسته یې د کانټېنر له دننه د خپل وضعیت ویډيوګانې او پیغامونه هم ورولېږل چې پکې ښکارېدل، یوې تیارې کوټې کې ایسارې دي او تر څنګ یې د میوې لوی کرېټونه او بکسونه ایښي دي.
له کافي مالوماتو تر لاسه کولو وروسته اغلې بیلو په فرانسه کې خپل خبریالان همکاران خبر کړي وو او وروسته یې پولیسو ته حال ورکړی و.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته