عراق کې د موټر د ټکر له کبله ۱۹ کسان وژل شوي؛ افغانان هم په کې دي

د عکس سرچینه، NOURNIOUZ
د رپوټونو پر بنسټ عراق کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ایران، افغانستان او عراق لږ تر لږه ۱۹ وګړي وژل شوي دي.
د عراق یوه روغتیايي چارواکي د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ته ویلي، د صلاح الدین ولایت په شمال کې د دوو ښارونو نښلونکي واټ باندې دا پېښې رامنځ ته شوې چې په وژل شویو کې زیات کسان د ایران وګړي دي.
د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې ۱۲ ایرانیان، څلور افغانان او دوه عراقیان شامل دي.
په یاده پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي هم دي.
روغتیاپالان وايي، ټپيان د سختو ټپونو له کبله روغتون ته وروړل شوي دي.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، دغه خونړۍ پېښه له کاظمین څخه سامرا ته پر لاره شوې ده.
د اربعین بهیر له څو کلونو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت په هڅونې ترسره کېږي چې زیارت کوونکي د دې هېواد له ښارونو پیل کوي او د عراق تر کربلا ځانونه رسوي.
د ایران حکومت د اربعین په مراسمو کې د ګډون اړوند د افغانانو د نوم لیکنې لپاره یو سیستم هم جوړ کړی دی.
د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال د اربعین له پیله تر اوسه له ۲،۶ میلیونو ډېر زیارت کوونکي عراق ته ورغلي دي.

د عکس سرچینه، FARS
ایران وايي، له دغه هېواد څخه عراق ته د تلونکو حاجیانو شمېر له ۳ میلیونو او ۱۳۰ زرو څخه اوښتی دی.
د پاکستان او سیمې یو شمېر نور شیعه ګان هم په یادو مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران له لارې ور اوړي.
د ایران د رسمی اعلان پر بنسټ په سلو کې پنځوس حاجیان چې د پېښو یا ناروغیو له امله په دې بهیر کې مړه کېږي بیمه نه لري.
د ایران حکومت وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې د اربعین بیمې په نوم ځانګړې بیمه په پام کې نیولې ده.
د عراق د روغتیا وزارت شمېرې ښيي، چې تېر کال په دغه هېواد کې تر ۴۹۰۰ ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي، چې په منځني ډول هره ورځ ۱۳ کسان کېږي.
تېره میاشت هم د ایراني زیارت کوونکو بس موټر چې عراق ته روان وو په لاره چپه شوو.
په دې پېښه کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
زیارت کوونکو ته په عراق کې د ایران سفارت او قونسلګرۍ لخوا هم ځانګړي خدمات وړاندې کېږي.

























