د امریکا پخوانی مرستيال ولسمشر ډېک چېني ومړ، دی څوک و؟

ډېک چېني

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا پخوانی مرستيال ولسمشر ډېک چېني د ۸۴ کلونو په عمر مړ شوی دی. د ښاغلي چېني کورنۍ، ویلی نوموړی د سینه بغل او زړه له ناروغۍ کړېده.

د هغه کورنۍ په يوه اعلاميه کې ويلي، "ډېک چېني يو ستر او ښه انسان و چې خپلو ماشومانو او لمسيانو ته یې له خپل هېواد سره د مینې، زړورتيا، عزت... او مهربانۍ درس ورکړ. موږ د هغه له ټولو کارونو چې زموږ د هېواد لپاره یې کړي خوشحاله یوو او ډېر نېکمرغه يوو چې د دی ستر شخص سره مينه لرو او د هغو له محبت څخه برخمن يوو."

ډېک چېني له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ کال پورې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال و. نوموړي به ۱۹۷۰ لسیزه کې د ولسمشر جېرالډ فورډ د واکمنۍ پر مهال د سپينې ماڼۍ د کارکوونکو د مشر په توګه دنده ترسره کړه، بيا یې د امریکا د استازو په مجلس کې يوه لسيزه خدمت وکړ.

نوموړي له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ پورې د ولسمشر جورج اېچ ډبليو بوش (مشر بوش) د دفاع وزير په توګه هم کار وکړ. ښاغلي چېني د سپټمبر ۱۱ له بريدونو وروسته د ولسمشر جورج ډبليو بوش له خوا د "ترهګرۍ ضد جګړې" له اصلي طراحانو و او په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید ملاتړ یې کاوه.

ډېک چېني او ولسمشر جورج ډبليو بوش ۲۸ فبروري ۲۰۰۸

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني او ولسمشر جورج ډبليو بوش ۲۸ فبروري ۲۰۰۸

ډېک چېني وروسته بیا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند په سرسخت ګوتنيونکي بدل شو.

نوموړی يو سوداګر او د هاليبرټن دفاعي شرکت مشر هم و. ده له ښکار سره هم مينه لرله او په ۲۰۰۶ کال کې یې په ناڅاپي ډول د ښکار پر مهال یو ملګری وويشت، هغه سخت ټپي خو ژوندی پاتې شو.

د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشريزو ټاکنو پر مهال یې د جمهوري غوښتونکي په توګه د دېموکراتانو له نوماندې کملا هرېس ملاتړ وکړ چې دې کار په سیاسي چاپېريال کې ګڼ بحثونه راوپارول.

نوموړي وويل، "هېڅوک زموږ جمهوريت ته د ډونلډ پرتله ستر ګواښ نه دی... نوموړي هڅه وکړه چې د رايه ورکوونکو له خوا له رد کېدو وروسته د درواغو او تاوتریخوالي له لارې په واک کې پاتې شي."

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې هغه د "رينو" په نامه ياد کړ چې "يوازې تش په نامه جمهوري غوښتونکی" دی. د نوموړي لور لېز چېني هم د کملا هرېس ملاتړې وه.

ډېک چېني د ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۱۸مه د عراق په بلد هوايي اډه کې له امریکایي سرتېرو سره

د عکس سرچینه، PAUL J. RICHARDS/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني د ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۱۸مه د عراق په بلد هوايي اډه کې له امریکایي سرتېرو سره

رېچرډ بروس چېني يا ډېک چېني د ۱۹۴۱ کال د جنورۍ پر ۳۰ مه د نبراسکا به لېنکن کې زيږېدلی و. پلار یې د امریکا د کرنې وزارت کې کار کاوه او مور یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې د سافټبال یوه بريالۍ لوبغاړې وه.

کله چې دی ۱۳ کلن و کورنۍ یې د تېلو کاسپر ښار وايومېنګ ته وکوچېده. په ۱۹۵۹ کال کې د سکالرېشپ له لارې د يېل پوهنتون کې داخل شو خو ونتوانېد چې له دې پوهنتونه فارغ شي.

ښاغلي چېني بيا د وايومېنګ پوهنتون کې د سياسي علومو په برخه کې زدکړې وکړې. د شل کلنۍ پر مهال ډېک چېني دوه ځله د نشې په حالت کې د موټر چلولو په جرم محکوم شو. دې پېښو د هغه پر ذهن ژور اغېز پرېباسه.

کله چې په ۱۹۵۹ کال کې د پوځي خدمت لپاره وړ وبلل شو، له دې د خلاصون لپاره یې له هرې قانونې لارې کار واخيست. لومړی دا چې ويل یې غواړي پوهنتون بشپړ کړي او بيا کله چې مېرمن یې لين ميندواره شوه.

نوموړي وروسته وويل، "زه پر خپلو پرېکړو پښېمانه نه یم، ما د قانون ټولې غوښتنې پوره کړې وې، کله چې ۱۸ کلن شوم د پوځ لپاره مې نومليکنه وکړه. که له ما غوښتل شوي وای، زه به خوښ وم چې خدمت مې کړی وای."

ډېک چېني او رمزفيلډ

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې جېرالډ فورډ په ۱۹۷۵ کې ښاغلی رمزفيلډ د دفاع وزير په توګه وټاکه، ډېک چېني د سپينې ماڼۍ د کارکوونکو مشر شو. نوموړی هغه مهال یوازې ۳۴ کلن و خو وروسته له هغه چې جېرالډ فورډ د ۱۹۷۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې پاتې راغلی، ښاغلی چېني بېرته وايومېنګ ته راستون شو او پارلمان ته یې ځان کانديد کړ.

خو د کمپاين په لومړیو څو اوونيو کې په داسې حال کې چې هره ورځ به یې دری پاکټه سګرېټ څکول، د زړه حمله پرې راغله.

له رغېدو وروسته یې مېرنې لين د هغه په استازيتوب کمپاين ته دوام ورکړ او ډېک چېني د ۵۹ سلنه رایو په ګټلو سره بريالی شو.

په پارلمان کې یې د خپلې دورې پر مهال د "وچ او بې روحه" محافظه کار په توګه شهرت ترلاسه کړ او د رونالډ رېګن د سړې جګړې دورې د دفاعي لګښتونو د زياتوالی ملاتړ یې وکړ. نوموړي له زندانه د نېلسن منډېلا د خوشي کېدو مخالفت وکړ.

د ۱۹۸۹ کال په لومړيو کې د جان ټاور له استعفا وروته مشر جورج ډبليو بوش، ډېک چېني د هغه ځايناستی غوره کړ او پارلمان د تائید رايه ورکړه.

ډېک چېني او جېرالډ فورډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني او جېرالډ فورډ

د دفاع وزارت کې د چېني دوره خورا مهمه وه، د برلین دېوال ړنګ شو، شوري اتحاد ونړېده او امریکا اړ شوه چې پر خپل ليدلوري له سره غور وکړي.

که څه هم ډېک چېني د جګړې غوښتونکی و خو له سړې جګړې وروسته یې پوځي لګښتونه کم کړل.

په ۱۹۹۱ کال کې د عراق او کویت جګړه شوه. نوموړي د صدام حسین پر ضد چې کویت یې اشغال کړی و د پوځي ملاتړ مشري کوله.

ډېک چېني د سعوي عرب پاچا فهد قانع کړ چې د "دښتې توپان" له عملياتو وړاندې په خپله خاوره کې د ۴۰۰ زره امریکايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړي.

ډېګ چېني د بريد پلان جوړولو لپاره له خپلو جنرالانو سره رياض ته ولاړ. د پنځو اوونيو هوايي بريدونو وورسته ايتلافي ځواکونو جګړه پيل کړه او په ۱۰۰ ساعتونو کې یې د عراق پوځ مات کړ.

ډېک چېني او د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني او د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن

د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱ مې له بريدونو وروسته ښاغلی چېني د څو اوونيو لپاره له ولسمشر څخه بېل او يوه نامعلوم ځای ته ولېږدول شو چې که جورج ډبليو بوش ووژل شي دی به یې ځایناستی وي.

نوموړي په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځي بريد ملاتړی و. ده ټينګار کاوه چې صدام حسين د ډله ييزې وژنې وسلې پټې کړې دي.

ډېک چېني او ولسمشر حامد کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني او افغان ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۰۸ کال کې د خبري کنفرانس پر مهال

د ۲۰۰۲ کال په اوکټوبر او بيا د ۲۰۰۷ کال په جولای کې په داسې حال کې چې ولسمشر بوش تر روغتيايي پاملرنې لاندې و ښاغلی چېني د قانون د ۲۵ مادې له مخې د څو ساعتونو لپاره د چارسمبالي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه.

د نوموړي شهرت ته هغه مهال زیان ورسېد چې څرګنده شوه د هغه شرکت هاليبرټن د عراق د تېلو صنعت د بيارغونې قرارداد ترلاسه کړی او ټاکل شوې وه چې له دې شرکت ۵۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

ډېک چېني او د امریکا ولسمشر جورج ډبليو بوش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني او د امریکا ولسمشر جورج ډبليو بوش

ښاغلي چېني د اوباما د ادارې د ملي امنيت پر پاليسو هم نيوکه کوله او د ګوانتانامو زندان د تړلو سره یې مخالفت کاوه.

هغه پر جو بايډن هم نیوکه وکړه چې ويلي یې وو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ په څېر بل برید ناشونی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د زړه د بشپړ پيوند وروسته هم يو فعال سياسي شخصيت و او د جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو سره له لسیزو کار سربېره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سخت مخالف شو.

ډېک چېني له خپلې مېرمنې او لور سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېک چېني له خپلې مېرمنې او لور سره