امریکا د ملګرو ملتونو له ادارې يونېسکو ووتله

يونېسکو

د عکس سرچینه، Reuters

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امريکا وايي د ملګرو ملتونو د کلتوري او فرهنګي چارو له ادارې يونېسکو وځي. دغه هېواد ياده اداره د "تفرقه يي موخو" په ملاتړ تورنه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټامي بروس د جولای ۲۲ د سې شبنې په ورځ وويل، د يونېسکو غړيتوب د امریکا په ګټه نه دی.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له بيا ټاکل کېدو سره داسې اټکل کېده چې امریکا به له دې ادارې وځي.

نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر په توګه د خپلې لومړنۍ دورې پر مهال له يونېسکو د وتلو امر کړی و خو د جو بايډن له بيا ولسمشر کېدو سره، امریکا بېرته د يادې ادارې غړيتوب واخيست.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې پر يونېسکو تور ولګاوه چې "تفرقه يي ټولنيزو او کلتوري اهدافو ته وده ورکوي" او د ملګرو ملتونو پر دوامداره پراختيا ډېر تمرکز کوي چې ده هغه د نړيوالې او اېډيالوژیکې اجنډا په توګه ياد کړل.

ټامي بروس همدا ډول پر یونېسکو تور ولګاوه چې د اسرائيلو ضد دي او په دغه اداره کې د فلسطين شاملېدل يې د امریکا د پاليسۍ خلاف وبلل چې په وينا يې دا په دې اداره کې د اسرائيلو خلاف د خبرو سبب کېږي.

د يونېسکو مشرې اډري ازولي، دا ادعاوې رد کړې او دا يې د يونېسکو له هڅو سره په ټکر کې بللې دي. په ځانګړې توګه د هولوکاسټ پوهاوي او د يهود ضد مبارزې په برخه کې."

نوموړې په يوه بيان کې ويلي، "زه د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې امریکا له يونېسکو وځي ژوره خواشینې يم... که څه هم دا پرېکړه د افسوس وړ ده خو دا تمه کېده او يونېسکو د دې لپاره چمتو وه".

اسرائيلو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او له امریکا څخه يې د دوی په ټکو د "اخلاقي ملاتړ" له امله مننه کړې.

ښاغلی ټرمپ لومړی ولسمشر نه دی چې امريکا له یونېسکو وباسي.

رونالډ رېګن په ۱۹۸۰ لسیزه کې له دې سازمان امریکا وایستله، او دا یې "فاسده" او شوروي پلوه اداره وبلله.

امريکا د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پرمهال له یونېسکو سره بیا یوځای شوه.