د ماین پاکۍ نړیواله ټولنه: نژدې شل سلنه افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د ماین پاکۍ نړیوال ټولنه 'هېلو ټرسټ' وايی، په افغانستان کې هرو پینځو وګړو کې یو د ماینونو او د جګړې د نورو پاتې شونو چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ دی.
دې ټولنې په دې اړه خپل تازه رپوټ کې ویلي چې نژدې شپږ نیم میلیونه افغانان له دغه ګواښ سره مخامخ دي، چې اتیا سلنه پکې ماشومان دي.
افغانستان په نړیواله کچه له اوکرایین وروسته تر ټولو زیات په ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو پوښل شوی هېواد دی.
د هېلو ټرسټ، په تازه راپور کې راغلي چې دغو توکو د افغانستان نژدې شل سلنه وګړي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د طالبانو په حکومت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره کې د ماین پاکۍ د چارو هم غږۍ ریاست تخنیکي سلاکار ایمل صافي بي بي سي ته وویل د افغانستان ټول ولایتونه له ماینونو اغېزمن دي.
''تقریبا په ۳۴ ولایتونو کې، په دوه سوه څو شپېتو ولسوالیو کې، له ۱۶۰۰ نه په زیاتو کلیو کې دا مشکل موجود دی، ۱۱۲۹ کیلومتره ساحه ملوثه ده.''
د هيلو ټرسټ موسسه چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ماینونو پاکولو کې بوخته ده وايي هره میاشت څلوېښت کوچنیان د چاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ژوبلیږي.
دا چې ولې کوچنیان د ماینونو ډېری قربانیان دي، د آی سي ار سي د ناچاوده توکو له منځه وړلو کارپوه محمد ناصر حیدري وايی:
''تېر کې ډېرې سیمې د پوځي مرکزونو په توګه کارول شوې، اوس چې جګړې کې د پاموړ کمی راغلی، له سیمې وتلي خلک بېرته راستنېږي، هلته موجود چاودېدونکي توکي ورته لوی ګواښ متوجه کوي.''
دی زیاتوي چې د ې لړ کې د خلکو کم پوهاوی لویه ننګونه ده.
د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ ریاست وايی، نړیوالې ټولنې سره کار کوي چې مالي سرچینو پیدا کولو سره خپل پینځه کلن پلان عملي کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نورو موسسو ترڅنګ هېلو ټرسټ هم افغانستان کې له لسیزو ماین پاکونې کې بوخته ده، خو افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل دې هېواد کې د ماین پاکۍ چارې هم اغېزمنې کړې دي.
هیلو ټرسټ وايي چې له دې امله په وروستیو میاشتو کې د ماین پاکۍ موسسو د خپلو کارکوونکو شمېر له دوه زره دوه سوو، زرو ته راټیټ کړی دی.
دې موسسې خبرداری ورکړی چې که نړیوالې مرستې ورسره و نه شي، دې شمېر کې نور کمی هم راتلی شي.
افغانستان د نژدې پینځو لسیزو جګړې پر مهال د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو لسګونه زره قربانیان لري.
دغه توکي د جګړې د هر لوري لخوا د یوې وسیلې په توګه کارول شوي، خو تر ډېره یې قربانیان ولسي وګړي دي.
دا چې په تېرو څلورو کالو کې افغانستان سره نړیوالو مرستو کې پاموړ کمی راغلي، دې هلته د ماین پاکۍ چارې هم اغېزمنې کړې، چې له امله یې خلکو ته د چاودېدونکو توکو ګواښ نور هم ډېرېدی شي.






















