امریکا ته د افغانستان په ګډون د دوولسو هېوادونو د وګړو پر سفر د ټرمپ بندیز عملي شو

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ دغه فرمان لاسلیک کړی و.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ دغه فرمان لاسلیک کړی و.
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

امریکا ته د افغانستان په ګډون دوولسو هېوادونو د وګړو پر ورتګ د ولسمشر ټرمپ بندیز نن د دوشنبې (د جون نهمې) په شپه له ځايي اي ټي مهال(ختیځ زون وخت) سره سم د شپې پر ۱۲ بجې او یوه ثانیه عملي شو. د دغه بندیز پر فرمان ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ لاسلیک کړی و.

په هغو هېوادونو کې چې امریکا ته يې د خپلو هېوادونو پر پاسپورتونو د وګړو پر تګ بشپړ بندیز دی افغانستان، ایران، یمن، لېبیا، سودان، سومالیا، استوايي ګیانا، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي دي.

فرمان کې امریکا ته د اوو نوور هېوادو د وګړو پر سفرونو هم محدودیتونه لګېدلي. په دغو هېوادونو کې د بروندي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او ونزولا وګړي شامل دي.

د امریکا ولسمشر ویلي، حالاتو ته په کتو پر دغه نوملړ بیا کتنه کېدی شي، یا هم نور هېوادونه په کې شاملېدی شي.

د طالبانو د مشر غبرګون

افغانستان کې د طالبانو مشر ویلي، امریکا نور له بشري حقونو په سرغړونې تورنوي خو پخپله دا ډول ګامونه اخلي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله آخندزاده د شنبې په ورځ (د جون په اوومه) د کندهار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر لمانځه د امامت پر مهال وینا کې په افغانستان کې امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو په ورتګ د ولسمشر ټرمپ بندیز د امریکا د بشري حقونو د ادعا خلاف ګام وباله.

هغه ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې وویل: "امریکا پر خلکو بندیز ولګاوه چې د ۱۲ ملکونو خلک دې زموږ ملک ته نه راځي؛ د افغانستان دې هم نه راځي. ولې؟ [ځکه] دا د افغانستان حکومت په دې خلکو کنټرول نه لري، نو ظالمه ستا دغه له بشریت سره دوستي ده؟"

د افغانانو اندېښنې

د امریکا دې پرېکړې دغه هېواد کې دننه او بهر د افغانانو تر منځ پراخې اندېښنې او پوښتنې راپورته کړې دي.

دا بندیز د هغو زرګونو افغانانو پر بیا مېشتېدنه هم اغېز کولی شي چې له وړاندې منل شوي دي.

هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه وو وايي، زموږ روحي او رواني حالت یې نور هم خراب کړی.

پاکستان کې امریکا کې بیامېشتېدنې ته منتظرې یوې افغانې بي بي سي ته وویل: "درې کاله وشول چې پاکستان کې له مشکلاتو سره ژوند کوو. زموږ ټول اړوند کارونه لکه مرکې او طبي ازموینې شوې. حتی په امریکا کې مو ځای هم معلوم شوی او یوازې انتقال ته منتظر وو. اوس دغه بندیز زموږ روحي او رواني حالت خراب کړی او په تشویش کې ژوند کوو".

یو شمېر فعالان او د بشري حقونو ډلې د همدې فرمان د پایلو په تړاو اندېښمن دي، په تېره د هغو افغانانو د راتلونکې په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

نور غبرګونونه

د امریکا د حکومت دې پرېکړې د امریکا متحدو ایالتونو دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي.

چاډ امریکايي وګړو ته ټولې ویزې ځنډولې او سومالیا ژمنه کړې چې امریکا سره په ګډه به امنیتې اندېښې لېرې کوي.

د افریقایي هېوادو ټولنې له واشنګټنه غوښتي چې اړوندو هېوادو سره خبرو ته کېني.

په کور دننه هم د امریکا حکومت-مخالف دیموکرات ګوند د ټرمپ د حکومت دا ګام غندلی دی.

د کانګرېس غړې پریمی لا جی پال پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې: "دا بندیز به د ټرمپ د لومړنۍ دورې پرمهال د مسلمانانو په ورتګ لګېدلی بندیز پراخوي. امریکا به په نړیواله کچه یوازې کړي.''

خو یو شمېر نورو د دې بندیز ملاتړ کړی.

د کانګرېس غړي کلي هیګنز بي بي سي ته ویلي، "امریکا ته د نورو سفر یو امتیاز دی نه حق".

خو ددې امکان شته چې د ټرمپ تازه فرمان په محکمې کې وننګول شي.

د بندیز لاملونه

د پاسپورټونو او مدني اسنادو د صادرولو لپاره د باور وړ او همکارې مرکزي ادارې نشتوالی، او دغه راز متحده ایالاتو ته د سفر لپاره د غوښتونکو د شالېد بیاکتنې او ارزونې لپاره د اغیزمن سیسټم نشتوالی نور دلایل یاد شوي.

پر دې سربېره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ۲۰۲۳ مالي کال راپور کې د هغو افغانانو لوړې کچې ته هم اشاره شوې چې امریکا ته د سوداګرۍ، ګرځندوی، زدکړو او کلتوري راکړې ورکړې په وېزو تللي او د وېزو له وخت وروسته هم هلته امریکا کې پاتې شوي دي.

دا موضوع هم د بندیزینو لګولو لپاره یو اغېزمن لامل بلل شوی.

هغه چې له بندیزه استثنا دي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

لست کې د شاملو هېوادو یو شمېر وګړي شته چې له دغه بندیزه به مثتثنی وي. د بېلګې په توګه:

  • هغه کسان چې د امریکا دایمي استوګنه (ګرین کارډ) لري.
  • هغه کسان چې د زوی‌ولۍ (اډپشن) له لارې منل شوي وي.
  • دوه تابعیته کسان که د هغه هېواد پاسپورټ وکاروي چې بندیز پرې نه دی لګېدلی.
  • مذهبي یا قومي اقلیتونه (په ځانګړي ډول په ایران کې) چې د کډوالۍ وېزه (پناهندګي) یې ترلاسه کړې وي.
  • د کورنۍ غړي (لومړۍ درجه)، که د کډوالۍ وېزه ولري.
  • هغه افغانان چې د امریکا اېس ای وې یا ځانګړې وېزه لري.
  • هغه کسان چې د امریکا د دولت لپاره یې کار کړی او ځانګړې وېزه لري.
  • هغه کسان چې د دیپلوماتیکې وېزې له لارې د ملګرو ملتونو یا ناټو لپاره امریکا ته سفر کوي.
  • ورزشکاران، روزونکي او د ورزشي لوبډلو غړي چې د نړیوال جام، اولمپیک یا نورو نړیوالو سیالیو لپاره بلل شوي او بریالي شوي وي.

پر دې سربېره به د امریکا د بهرنېو چارو وزیر واک لري چې د هغو کسانو د ویزې درخواستونه په انفرادي ډول له بندیزه مثتني کړي چې ورتګ یې د امریکا په ګټه ګڼل کېږي.

د ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ ورته بندیز

له دې وړاندې ده په خپلې لومړنۍ دوره کې په دوه زره اوولسم کال کې هم ورته بندیز لګولی و. سپنې ماڼۍ ویلي دي چې دا بندیزونه به د د دوی په وینا امریکا له خطرناکو بهرنېانو خوندي کړي.

ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان تر لاسلیکولو وروسته سپینې ماڼۍ ته د تګ او کار پر لومړۍ ورځ، د بهرنیو چارو وزارت ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی و چې د هېوادونو نوملړ چمتو کړي. د عدلیې وزارت، د کورني امنیت وزارت او د امریکا د معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې وه چې په دې پروژه کې همکاري وکړي.

د خپل کار په لومړۍ ورځ د اجرائیوي فرمان له لاسلیک کولو وروسته، ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته ۶۰ ورځې وخت ورکړ چې د هېوادونو نوملړ چمتو کړي. د عدلیې او د کورني امنیت وزارتونه، او د ملي استخباراتو د رییس دفتر ته دنده وسپارل شوه چې په دې پروژه کې همکاري وکړي.

ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د ۷ هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولی وو. د هغه بندیز موخه "د ترهګرۍ ګواښونو ضد ګام" بلل شوی و، له دغه ډلې ډېر یې مسلمان اکثریتي هېوادونه وو.

د سفر په پخواني اجرائیوي فرمان کې چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۷مه صادر شوی و، پر "مسلمانانو بندیز" په نوم پېژندل کېده چې له مخې یې امریکا ته د ایران، عراق، لېبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن وګړو پر ورتګ بندیز ولګېد.

هغه فرمان څو ځله اصلاح شو او له قانوني ننګونو سره مخامخ شو. فدرالي محکمو د هغه بندیز د لومړۍ نسخې مخه ونیوله.

د هغه فرمان وروستۍ نسخې چې په ۲۰۱۸ کال د سترې محکمې لخوا هم ومنل شوې، ایران، لېبیا، سومالیا، سوریه، یمن، سویلي کوریا او وینزویلا هېوادونه پکې و چې په چورلټ ډول مسلمان هېوادونه هدف نه و ګرځول شوي.

د هغه فرمان پایله کې ګڼ شمېر وېزې لغوه شوې. ډېرې کورنۍ یو له بله سره جلا شوې او د ځینو هېوادونو قانوني اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

په ۲۰۲۱ کال کې جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۲۰مه) دا فرمان لغوه کړ.

جو بایډین د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په سملاسي توګه امریکا ته پر سفرونو د ټرمپ لخوا لګول شوي بندیزونه لغوه کړل او هغه یې "پر ملي وجدان یو داغ" او "د امریکا له پخوانیو ارزښتونو سره په ټکر کې" بللي وو.